افغانستانگزارش ها

روسیه وايي مزار شریف کې یې کونسلي خدمتونه پیل کړي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د افغانستان په شمال مزارشریف کې یې “خپل کونسلي خدمتونه پیل کړي دي.”
نوموړي دا څرګندونې تاس نیوز خبري اژانس سره تازه مرکه کې کړې دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبر تایید کړی.

د دغه وزارت ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یوه لیږلي پیغام کې ویلي “څو میاشتې وړاندې د روسیې یو شمېر تخنیکي ټیمونه را رسېدلي وو، چې د کونسلي خدمتونو د بیا پیل لپاره زمینه برابره کړي.”

د اسلامي امارت، بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي، له نړۍ سره یې اړیکې پراخه شوې او د ده په ټکو دا مهال نږدې ۱۵ هېوادونه افغانستان کې دیپلوماتیک حضور لري.

ښاغلي متقي ټينګار کړی چې “په عمل کې له ځينو هېوادونو سره رسمي راشه درشه لرو ځکه د دوی سفارتونه دلته خلاص دي او زمونږ هلته خلاص دي.”

خو د ده په وینا “رسمي اعلان لا نه دی شوی، ولې هیله لرو چې په دې برخه کې به هم پرمختګ راشي.”

د ښاغلي متقى په وينا: د نړۍ ځينو سیالیو او نزاکتونو د دوی د رسمیت پېژندنې بهیر ورو کړی، خو په وینا یې له نړۍ سره یې تعامل په ښه کېدو دی.

د اسلامي امارت، د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنست په افغانستان کې د چین، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، روسیې، هندوستان، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عرب سفارتونه فعاله دي که څه هم افغانستان لپاره ځينې سفیران په پرلپسې ډول کابل کې نه وي.

د يادونې وړ ده چې، روسیې په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو یوه میاشت مخکې د ناامنیو پېښو له ډېرېدو سره اعلان وکړ چې د مزارشریف له کونسلګرۍ یې خپل دېپلوماتان ایستلي دي.

هغه مهال د روسیې ترڅنګ ګڼو نورو هېوادونو هم افغانستان کې لومړۍ خپلې کونسلګرۍ او ورپسې د نظام له سقوط سره سفارتونه وتړل.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button