افغانستانگزارش ها

په بلخ ولايت کې له زرو کورنيو سره مرستې وشوې.

په مزارشريف او يو شمېر ولسواليو کې، له زرو تنو زيانمنو شويو کورنيو سره، د لمريز برق کمکي بستو مرستې وشوي

توانا خبري اژانس د وري 17، هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د بلخ ولايت د مهاجرينو او بيا راستنو شويو چارو رئیس، مولوى اسدالله وفا وویل «دغه مرستې د زرو کورنيو لپاره دي چې، هري کورني لپاره د پنځوس زره افغانيو په ارزښت، د سولرې برق توکي ويشل کيږي.»

همداراز ښاغلي وفا ډاډ ورکړ چې، د بي ځایه شويو او مهاجرينو لاس نيونې لپاره شپه او ورځ کوښښ کوي، او پدې اړه له يو شمېر ملي او نړيوالو بنسټونو سره د همغږۍ لپاره ناستې ترسره کړي.

په همدې حال کې د آغا خان دفتر د شمال زون مسؤل هجرت الله يوسفزى وايي، يادې مرستې د آغاخان دفتر لخوا او د يونسيار سازمان په مالي مرسته، ويشل کيږي. د نوموړي په وینا پدغو مرستو کې 563 کورني له مزارشريف ښار، او 438 کورني له ولسوالیو څخه شاملې دي.

په همدې حال کې ځايي خلکو هم لدوي سره د مرستو کولو نه د منني ترڅنګ، له نورو دولتي او خصوصي بنسټونو څخه د مرستو او همکاریو غوښتونکي شول.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button