افغانستانگزارش ها

مجاهد، پاکستاني چارواکو ته: اندېښنې مو د رسنیو پر ځای موږ سره شريکې کړئ.

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو په پاکستاني چارواکو غږ کړى چې د “خلکو د ذهنونو ګډوډولو او په رسنیو کې د څرګندونو پرځای دې د افغانستان په اړه خپل تشویشونه د دوی له حکومتي مشرانو سره مخامخ شریک کړي.”

توانا خبري اژانس، جمعه، د زمري 13.
د ا.ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې او وویل چې زمونږ موقف ښکاره او معلوم دی موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد استعمال شي.

ښاغلي مجاهد زياته کړه چې، “د دې پر ځای چې پاکستاني بېلابېل چارواکي په رسنيو کې تشويش ښکاره کوي او په دې اړه ذهنونه مخشوش کوي ښه به دا وي چې داسې موضوعات له خپلو لارو له اسلامي امارت سره شريک کړي.”

له بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزير بلاول بوټو ويلي دي چې که د پاکستان پرضد له افغان خاورې نه د بريدونو مخنیوي نه کيږي، پاکستان په افغانستان کې دننه د عملیاتو حق لري، چې په وینا یې دا به د پاکستان لومړی انتخاب نه وي.

پدي اړه ددې هيواد پخواني لومړي وزیر عمران خان د بهرنیو چارو وزير بلاول بوټو دغه څرګندونې احمقانه بللي، زياته کړې ده چې، “هغه څوک چې د دې سیمې یا د افغانستان او پاکستان قبایلي سیمو په تاریخ لږ هم پوهېږي هغه داسې احمقانه بیان نه ورکوي که هغه لږه پوهه هم ولري.”

د يادونې وړ ده چې، دا ترینګلتیا تر هغه وروسته نور هم ډېره شوې چې پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف د باجوړ د دې اوونۍ ځانمرګي برید په تړاو څرګندونو کې وویل، چې وسلوال له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه سمبالوي.
سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button