جهانگزارش ها

دعمان اوقافو وزارت: له اذان پرته د جومات په بهرني لاسپیکر کې نور څه مه غږوئ

د عمان د اوقافو او دیني چارو وزارت له اذان پرته د جوماتونو پر لاسپیکرونو کې د نورو څیزونو غږول ممنوع اعلان کړي، چې په دي اړه ګڼ شمېر رسنیو کې يي تاوده بحثونه راپارولي دي.

توانا خبري اژانس د وري 23، د عمان د اوقافو وزیر حمد بن سعید المعمري له لوري په دې بیان کې راغلي چې: “په جامع جوماتونو او عیدګاه جوماتونو کې د بهرنيو لاسپیکرو کارول باید یوازې د اذان لپاره وي.”

په دې بیان کې راغلي، که له دې “لایحې څوک سرغړونه وکړي، نو باید ۱۰۰۰ عماني ریاله (څه باندې ۲۵۰۰ ډالره) جریمه شي.”

ددې لایحې په اړه خلک سره وېشل شوي، ځینو غندلې او نورو بیا ستایلې او د جوماتونو لاسپیکرونه یې یوه اړتیا او هوساینه بللې ده.

د عمان عمومي مفتي احمد بن حمد الخلیلي د وزارت پر دغه بیان د نیوکې سربېره لیکلي: “د ډېر تاسف او حیرانتیا ځای دی چې په ځینو اسلامي هېوادونو کې له اړوندو بنسټونو د دیني چارو په اړه دا ډول بیان صادرېږي”.

خو د عیسی په نامه یوه بل ټویټر کار لیکلي، “دا یوه ښه پرېکړه ده،‌ لمونځ کوونکي چې جومات کې وي لاسپیکر ته اړتیا نه شته. جومات ته د څېرمه خلکو خیال هم باید وساتل شي. ناروغان، ماشومان او بوډاګان شته. لاسپیکر له لمانځه سره کوم تړاو نه لري!”.

د يادونې وړ ده چې په عمان کې تر دوو زرو ډېر جوماتونه شتون لري.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنان بخوانید
Close
Back to top button