افغانستانگزارش ها

د قرآنکریم سوځولو په تور بادغيس کې د يوه کس وژل کيدل.

په بادغیس کې د قران‌کریم د یوې نسخې د سوځولو په تور د یوه کس د وژل کېدو په اړه ضد و نقیضې څرګندونې کېږي.توانا خبري اژانس د وري 28، په بادغیس کې د طالبانو امنیې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا پېښه د دې ولایت د قادس ولسوالۍ د اربابانو په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو تن چې قران‌کریم یې قصداً سوځولی و او له سیمې یې د تښتېدو هڅه کوله، د یوه نامعلوم کس له‌خوا د وسلې پر مټ ویشتل شوی او وژل شوی دی.خو له بلخوا ځیني ځايي اوسېدونکي وايي چې، دغه کس رواني حالت یې سم نه و، د تناره تر څنګ له خپلې ميرمنې سره چې له روژه ماتي مخکې یې قران لوست، دعوا کړي، چې په نتیجه کې یې قران تناره ته لویږي او سوځي.د دغو سرچینو په خبره د سیمې ملا چې له دغې پېښې خبریږي، اسلامي امارت ته خبر ورکوي، هغوی راځي او دغه کس له ځان سره د بوولو وروسته، وژلى او مړى يې کورني ته تسليم کړى. د اسلامي امارت له واکمنيدو وروسته، افغانستان کې پر رسنيو او آزادو خبريالانو باندې ډير محدوديتونه لګول شوي، رسنۍ نشي کولاي چې د فشارونو له امله کره معلوماتو ته لاسرسى پيدا کړي، نو ځکه د دا ډول ادعاوو تاييد کول ګرانه ده. د يادونې وړ ده چې له دې مخکې هم دا ډول پېښې په افغانستان کې تکرار شوي چې یوه زړه بوګنوونکې پېښه یې اته کاله وړاندې، د ٢٧ کلنې فرخندې وژل کېدل و.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button