جهانگزارش ها

روسیې په “تېروتنه” کې خپل ښار بمبار کړ

توانا خبري اژانس د غوايي دوهمه، د روسیې د دفاع وزارت خبر پر بنسټ، چې سوخو۳۴ (Su-34) جنگی الوتکې یې په تېروتنې سره د اوکرایین پولې ته څېرمه د بلګراد ښار اړوند سیمه کې بمباري کړې ده.ملي دفاع وزارت وايي، دا پېښه تېره شپه پر ځايي وخت ۲۲:۱۵ رامنځته شوې ده.د دې سیمې والي ویاچسلاف ګلادکوف وايي، چې د یاد بم غورځېدو او چاودنې یې ۲۰ متره سیمه په بل مخ اړولې. د والي په وينا، په دې چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي او ګڼو ودانيو ته زيان اوښتى. بلګورود ښار چې ۳۷۰ زره نفوس لري، د اوکرایین له پولې شاوخوا ۴۰ کیلومتره واټن لري، چې د اوکرایین د خارکیف ښار په شمال کې پروت دی.د يادونې وړ ده چې، روسي جیټ الوتکې چې د اوکرایین پر لور ځي په منظم ډول د یاد ښار له پاسه تېرېږي.سهراب خان دولت زىتوانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button