افغانستانگزارش ها

داعش ځپل که داعش پالل؟

په هغه ریپوټ کې چې د (دیسکارد) په نامه یوې امریکایی رسنۍ او بیا وروسته واشنګتن پست ورځپاڼې خپور کړي دی ، راغلي دي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی او داعش له افغانستانه پر نورو سیمو باندې د برید پلانونه جوړوي .دغه سند د امریکې د دفاع وزارت یوه ارزونه ده چې پکې اسیا، اروپا او امریکا ته د ترهګرۍ ګواښ؛ ژوره امنیتي اندېښنه ګڼل شوې ده.د دی سند له مخې، په افغانستان کې د “داعش” ډله په ځانګړي ډول هڅه کوي سفارتونه، سوداګریز مرکزونه، کلیساوې او د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په نښه کړي.دغه راز افغانستان د داعش ډلې د فعالیتونو د همغږۍ په مرکز بدل شوی او دغه ډله ترهګره ډله په اروپا، اسیا او امریکا کې د بریدونو پلان لري.په داسی یو وخت کې چې افغانستان له دنیا سره دسیاسي او دپلوماتیکو اړیکو دپراختیا لپاره هره ورځ یو نوی ګام پورته کوي او رسمیت پیژندنې ته شیبه په شیبه ورنږدی کیږي ، ولی داسی راپورونه خپریږي ؟ یوه اساسي او د غور وړ پوښتنه ده خو مخکې تر دی باید پوه شو چې داسې ریپوټونه څومره د اعتبار وړدی ؟واشنګتن پست داسی یوه ورځپاڼه ده چې په تیرو څو لسیزو کې په برله پسې توګه هڅه کړې تر څو دافغانستان حالات ډیر کړکیچن او خطرناک وښایی . یادې ورځپاڼې چې تر ډیره بریده جمهوري غوښتونکو ته نږدې ده ، له ۱۹۷۰ کال رادیخوا د دموکراټانو د هرې واکمنۍ پر مهال ، دافغانستان ،منځني ختیځ ، سویلي اسیا او هغه نورې سیمې چې امریکی ته ډیرې مهمې دي ، د لویو بحرانونو او امریکې ضد قعالیتونو مرکزونه بللي دي تر څو د امریکې حاکم سیاست ناکامه وښیی . دی ورځپاڼې تل هڅه کړې چې د سیالې ډلې دکمزوري ښودلو له لارې ، دامریکې بهرنی سیاست د واقعیتونو دتحریف له لارې ، کمزوری وښي . همدا اوس د اوکراین د وضعې په اړه د واشنګټن پست ورځپاڼې تحلیلی مقالې او ریپوټونه داسی دي چې د جوبایدن د سیاستونو دناکامه ښودلو لپاره ، ناتو او امریکا په خټیځه اورپا کې ناکامه بولي.واشنګټن پست د ورته ناسمو خبرونو او ریپوټونو دخپراوی له امله دافغانستان حکومت له خوا دننه افغانستان کې د فعالیت کولو اجازه هم نلري بلکې یوازی پر هوایی خبرو او اوازو باندې اتکا کوي.بل لورې ته دامریکې د دفاع وزارت دی چې تل پر بې بنیادو او هوایی ریپوټونو باندې تکیه کړې او نه هیریدونکي تیر وتنې یې کړي دي . دساري په توګه د۲۰۲۱ کال د اکتوبر میاشتنې خونړۍ پیښه یادولای شو.دامریکې هوایی ځواکونو هغه مهال دکابل په خواجه بغرا سیمه کې یو کور په نښه کړ او لس تنه بې ګناه ښځې او ماشومان یې په شهادت ورسول په دی پلمه چې دلته د دقیقو ریپوټونو پر بنسټ ، د داعش ډلې بریدګر اوسیږي او له منفجره ټوکو ډک موټر پکې ولاړ دی .دامریکې دفاع وزارت د برید نه وروسته رسنیو ته ویلي وو چې د داعش ډلې مهم کس او چاودیدونکي توکي یې له منځه وړي دي :بی بی سی راډیو هغه مهال دا ریپوت ځپور کړی وو:(د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي سي بي اېس تلویزیون ته ویلي، ډاډه دی چې برید کې اصلي هدف په نښه شوی دی.دې چارواکي ویلي، لومړني رپوټونه ښیي چې برید کې هېڅ ولسي مرګژوبله نه ده اوښتې.چارواکی زیاتوي چې له برید وروسته یوه بله چاودنه هم شوې، او مالومېږي چې موټر کې په لویه اندازه چاودېدونکي توکي بار وو.).خو وروسته چې ټول خبریالان ، سیمې ته ورغلل او دپیښې ځای او قربانیان یې په سترګو ولیدل ، د امریکې دریځ بدل شو او دا کار یې یوه استخباراتي او پوځي تیر وتنه وبلله او ډاډيې ورکړ چې د لسو تنو وژل شویو بې ګناه انسانانو تاوان هم ورکوي او د کورنۍ پاتی غړي هم امریکا ته لیږدوي :دبی بی سي ریپوټ:(د امريکا حکومت د هغو لسو تنو خپلوانو ته د تاوان د ورکړې وړانديز کړى چې تېر اګست په تېر وتنې د يوۀ امريکايي ډرون په بريد کې پلازمېنه کابل کې ووژل شول.د امريکا دفاع وزارت پنټاګون په يوه وينا پاڼه کې ويلي دوى همداراز امريکا ته د دغې کورنۍ د پاتې غړو د لېږدولو له چارې سره مرسته کوي)دی ته ورته ډیر ریپوټونه دامریکې د دفاع وزارت له خوا خپاره شوي چې بیا وروسته خپله امریکې او یاد وزارت بیرته رد کړي او له امله یې بخښنه غوښتې ده .په دی توګه وینو چې بې ځایه تور پورې کول ، ناسم تحلیلونه ، بې بنیاده ریپوټونه او داسې نور دامریکې دفاع وزارت او واشنګتن پست ورځپانه کې تازه والی نلري خو لکه چې هر دروغ او هر ناسم ریپوټ ، ځانته ځانګړې موخې لري ، داریپوټ او دامریکې دفاع وزارت تازه تورونه هم ځانته ځانګړی هدف لري او هغه دا چې افغانستان دتیر شل میاشتنې حکومتولی په نتاظر کې ، د نړیوال اعتبار لوړولو خوا ته ور درومي او داسې ښکاري چې درسمیت پیژندنې په درشل کې ولاړ دی .ځکه خو ځینې کړۍ چې نه غواړي افغانستان د دوی له فشارونو ووځي او دیو خپلواک هیواد په توګه دنړۍ له خوا په رسميت وپیزندل شي ، غواړي داسی پلمې جوړې کړي تر څو نړۍ له خوا د افغانستان د رسمیټ پیژندنې په لاره کې خنډ او څنډ رامنځته کړي خو دنیا باید دافغانستان ځمکني واقعیتونه پخپله وګوري او پر ناسمو انګیرنو او بې بنیادو ریپوټونو باندی حساب ونه کړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button