افغانستانگزارش ها

ویراټ کوهلي او نوین الحق د شخړې له کبله جریمه شول

د هند کرکټ لوبغاړی ویراټ کوهلي او افغان لوبغاړی نوین الحق د هند د غوره لیګ (آی پی ایل) له یوې لوبې وروسته د لفظي شخړې په سر جریمه شوي دي.نوین الحق د لکنو د ټیم غړی او کوهلي د بنګلور په ټیم کې لوبیږي. د لیګ تنظیموونکو ویلي چې ددې شخړې له کبله کوهلي ۱۰۰ فیصده او نوین الحق ۵۰ سلنه جریمه شوي دي. ویراټ کوهلي او نوین الحق د لوبې په مهال هم لفظي شخړه وکړه، خو تر دي دمه دواړو لوبغاړو په رسمي ډول په دي اړه څه ندي ویلي. دا د آی پي ایل په روان فصل کې د هند د ملي ټیم د پخواني ۳۴ کلن کپټان ویراټ کوهلي، دوهم ځل دی چې جریمه کیږي.کوهلي تېره میاشت د چنای او بنګلور تر منځ په لوبه کې د خپل چلند له کبله د لوبې ۱۰ فیصده فیس جریمه شو. دا لوبه د چنای په ګټه پای ته ورسېده.نوموړی په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې په لوبو کې د ښه نه ځلېدو له کبله د ملي ټیم له کپتانۍ لیرې شو.او همدارنګه یو ځل د آی پي ایل په یوه لوبه کې له سوځېدو وروسته په خپل بیټ باندې د یوې پلاستیکي څوکۍ د وهلو له کبله جریمه شو.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button