افغانستانگزارش ها

یوه روښانه پرتله

وروسته تر هغې چې په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر کاظمی قمي، دهغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر حسین عبداللهیان ، دپارلمان مشر قلیباف او ولسمشر حسن روحاني دهلمند داوبو تړون او دهغه هیواد دحقابې په اړه بیلابیلې خبرې وکړې ، دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقي هم دافغانستان داسلامي امارت دریځ ورته څرګند کړ.مولوي امیر خان متقي په دی اړه ویلي دي چې دافغانستان اسلامي امارت له ګاونډی هیواد ایران سره د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دی خو پر له پسې وچکالیو او د اقلیم بدلون ، د اوبو کمښت رامنځته کړی دی .دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر زیاته کړې ده چې ایران دی د اوبو له مهمې او حیاتي مسلې نه سیاسي مسله نه جوړوي او درسنیزو تبلیغاتو پر ځای دی دنیغو خبرو اترو له لارې ُ افغان حکومت سره حل کړي.په دی لنډه لیکنه کې د دواړو هیوادونو د استازو څرګندونو ته یو پرتله ییز نظر اچوو.لومړی دا چې ایراني چارواکي وایی که دکارپوهانو له خوا رامنځته شوي مشکلات تصدیق نه شي نو ارام نه کښینو خو افغان وزیر وایی چې تړون ته پوره پوره ژمن یو مګر پرله پسې وچکالیو او اقلیمي بدلونونو ، د اوبو کچه کمه کړې ده .له پورتنیو څرګندونو ښکاري چې ایراني چارکو له هر راز څیړنو او معلومات تر لاسه کولو وړاندې ، مطبوعاتي غوغا راپورته کړې او منفي تبلیغات یې شروع کړي دي خو افغان چارواکو د مسلې اصلي ریښه او غوټه معلومه کړې ده چې د موسمي بدلونونو او وچګالیو له امله اوبه کمې شوي دي .دوهمه خبره دا چې دافغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر وايي ایران دی دمطبوعاتي تبلیغاتو پرځای دنیغو خبرو له لارې مسلې ته دحل لارې ولټوي . د دی خبرې مانا دا ده چې ایراني چاروکو حتی دامسله له افغان حکومت سره نه ده څیړلې خو تبلیغاتي جګړه یې پیل کړي ده.دټولو نړیوالو قواعدو او علمي میتودونو پر بنا ، هرې مسلې ته د حل لارو موندل ، په لومړي ګام کې د څیړنو او ارزونو ایجاب کوي تر څو اصلې لاملونه یې په ګوته شي . د دی په خوا کې دحکومتونو او ملتونو له ادرسه خبرې کول یو لړ سیاسي او دپلوماتیک ایجابات او تقاضې لري او هغه دا چې دهیوادونو سیاسي خپلواکي ، استقلال ، ارزښتونه ، ملي احساسات،ملي شتمنۍ او د حکومتونو تر منځ داړیکو بنیاد او حساسیتونه په پام کې نیول کیږي .افغانستان په خپلو دریځونو او څرګندونو کې دا ټول مسایل په نظر کې نیولي ، هر ه خبره په خورا دقت او د دوستۍ په فضا کې کړې ده خو له بده مرغه چې ایراني لوری وخت ناوخت ټول اصول او معیارونه له پامه غورځولي او داسي ویناوې کوي چې د ملتونو ترمنځ هم د دوستۍ روحیه کمزورې کوي او یوه حل کیدونکې مسله لا هم پیچلې او بغرنجه کوي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button