افغانستانگزارش ها

“افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو ارزښت لوړولو لپاره باید بڼوالي عصري شي”

په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو زیاتېدو له کبله، دغه هېواد د پرله پسې دریم کال لپاره له وچ اوبۍ سره مخ دی، چې له کبله یې په یو شمېر ولایتونو کې کرنیز محصولات اغېزمن کړي دي.

توانا خبري اژانس د جوزا 23، کندهار، چې څه باندې ۲۰ زره هکټاره ځمکه یې د انګورو باغونو پوښلې، یو له هغه ولایتونو نه دی، چې اقليمي بدلون په کې خپلې اغېزې پرېښې دي.

دغه ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې، تېر کال د اوبو لږوالي او تر هغه را وروسته د فصل ټولولو پر وخت بې وخته ورښتونو یې ددوي پیداوار اغېزمن کړل.

د افغانستان په نژدې ټولو ولایتونو کې بڼوالي په عنعنوي یا دودیز بڼه کېږي.

خو په کندهار کې د (Roots of Peace) یا د سولې بنسټ استازی فیض الرحمن ابراهیمي وایي تېر یو کال کې یې په کندهار، هلمند، کندوز او بلخ کې په نمونوي توګه ۱۰۰۰ جریبه د انګورو باغونه چیله عصري سیسټم ته اړولي دي.

دى وايي چې د موسوم بدلونونه، وچکالي او بي وخته بارانونه ددې لامل ګرځيدلي چې بزګران خپل پيداوار له لاسه ورکړي

نوموړی وایي په عصري بڼوالۍ کي انګور د ځمکې له سطحې لوړ او د باران له ورېدو وروسته د باد په مرسته وچېږي او په دې سیسټم کې له ۲۰ تر ۳۰ سلنه پورې په پیداوار کې زیاتوالی راځي.

د يادونې وړ ده چې، انګور د افغانستان د کرنیزو تولیداتو تر ټولو لویه برخه جوړوي او د کرنې وزارت د مالوماتو له مخې هر کال نژدې ۹۰۰ زره ټنه انګور په دغه هېواد کې تولیدېږي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button