جهان

شیخ مولوي ابوبکر شریفي د بلخ ولایت د پاسپورټ نوی مُدیر وټاکل سو

شیخ مولوي ابوبکر شریفي د بلخ ولایت د پاسپورټ د نوي مُدیر په توګه د بلخ ولایت مقام د بشري سرچینو او پراختیا رئیس مولوي بخت محمد مومنیار له لوري ددې ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

توانا خبري اژانس د جوزا 23، په پيل کي د بلخ ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي سلطان محمد سعید وویل؛ تغیر او تبدیل د نظام اصل دی او ادارو د قوي کېدو په منظور ترسره کیږي، ترڅو په کارونو کي پرمختګ راسي او چارې په سمه توګه پرمخ لاړي شي.

وروسته د بلخ ولایت مقام د بشري سرچینو او پراختیا رئیس مولوي بخت محمد مومنیار لومړی د حمایوي کنډک پخوانی قومندان شیخ مولوي ابوبکر شریفي د ښې تجربې خاوند یاد کړ او يي د ټاکل کېدو حکم لوستلو نه وروسته رسما ددې رياست کارکوونکو ته ور وپيژنده.

د يادونې وړ ده چې د بلخ ولایت د پاسپورټ پخواني مُدیر شیخ عزام له ټولو کارکونکو څخه غوښتنه وکړه، چي د نوي ټاکل سوي مُدیر سره د کارونو د پرمختګ په موخه هر ډول همکارئ وکړي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button