افغانستانگزارش ها

نایجریا کې د يوي کښتی ډوبېدو په پېښه کې له ۱۶۰ ډېر مسافر مړه شوي

د نایجیریا هيواد چارواکي وايي، ددي هيواد په په سويل لويديځ کې د يوي کښتي چپه کېدو په پېښه کې نژدې ۱۶۰ کسان مړه شوي‌ او لسګونه لا هم ورک دي.‌توانا خبري اژانس د جوزا 24، نایجیریايي چارواکو ویلي، په دغې سمندري بیړۍ کې له ۳۰۰ ډېر مسافر وو چې له کوارا څخه نانجر ایالت ته روانه وه، چې د اوښتو له کبله له سلو ډېر کسان ډوب شوي او ګڼ نور ورک دي.د نایجیریا د کواره ایالتي مشر عبدالرحمان عبدالرازق د چهارشنبې په ورځ یوه بیان کې وویل “په دې پېښه کې د لسګونو کسانو د مړینې انديښنې شته او په لسګونو نور نا درکه دي.”د کواراه ایالتي مشر رسنیو ته ویلي، لومړۍ سمندري څپو کښتۍ بې کنتروله کړه او بیا له یوې ونې سره د ټکر له کبله په اوبو کې ډوبه شوه.چارواکو ویلي، په سیمه کې د ژغورنې او پلټنې عملیات پیل شوي او هڅه کېږي چې قربانیانو ته رسيدنه وشي. د يادونې وړ ده چې، د نایجیریا په دې سیمه کې سمندري پېښې معمول ګرځیدلی او وخت نا وخت له دې کبله د مړینې راپورونه ورکول کېږي.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button