افغانستانگزارش ها

حکومتي مامورینو ته دعالیقدر مشرتابه مقام نوی فرمان

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي په هرات ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې هیڅ دولتي کارکوونکی حق نه لري چې میلمستیا وو ته ولاړ شي.ښاغلی حنفي ټینګار کوي چې د اسلامي امارت د مشر د حکم پر اساس دولتي مامورین او کارکوونکي له هیچا نه ډالۍ نه شي اخیستلی.هغه وويل: عالیقدر مشرتابه مقام داسې لارښوونه کړې چې چارواکي بايد ګوندونو ته ولاړ نه شي. چارواکي، هر هغه څوک چې وي، باید له استثنا پرته ګوند ته لاړ نشي.”د اسلامي امارت دغه چارواکی خبرداری ورکوي، هغه کسان چې د دولت له مقامه ناوړه ګټه پورته کوي، سزا به ورکړل شي.د اداري اصلاحاتو د راوستلو یوازینی لاره دا ده چې اداره او چارواکی باید د اسلامي اصولو سره سم د خلکو په خدمت کې وي او په تولو چارو کې عدالت له پامه ونه غورځوی .په میلمستیاوو کې برخه امخیستل او ډالی تر لاسه کول هغه څه دي چي رسول الله ( ص) هم منع کړي دي . اداري فساد له همدی ځایه شروع کیږي چې یو دولتي مامور د یو سړي په میلمستا کې برخه اخلی او د ډالی په نامه رشوت تری اخلي .کله چې یو چارواکی په رشوت باندی عادت شو بیا اداره د عدالت پرځای بې عدالتي راولي او دثبات پر ځای بې ثباتي راولی.میلمستیا او ډالی ولی یو سړي ته ورکول کیږي ؟هر هغه مامور یا چارواکی ته چې د چا کار بند وي او پردی باندی پوه شي چې کار یې قانوني حل لاره نلري ، بیا هماغه چار واکی میلمه کوي او په قیمتي ډالیو یې نازوی تر څو خپل غیر قانوني کار وباندی وکړي .دغه راز هر هغه مامور چي په کوم سیاسی ګوند کې غړیتوب واخلي ، بیا ټول دولتي امکانات دهغې ګوند لپاره کاروی او ملی شتمني له خپل ګونده قربانوي .هر هغه سړی چې دیو ګوند غړیتوب اخلي ، ژمنه کوي چې د ګوند ارمانونو او غوښټنو ته وقا داره پاتی شي او دګوند اساسنامه عملي کړي .تجربې ښودلي دي چې اکثره سیاسي ګوندونه ، واک ته درسیدو لپاره هڅې کوي ځکه خو خپلو غړو ته لارښوونه کوي چې دولتی او عامه امکانات د ګوند په ګټه وکاروي .په ټوله دنیا کې د پوځی کودتا ګانو تاریخ ثابتوي چې د حکومتونو پر خلاف د پوځی حرکتونو او کودتا ګانو اصلي لامل دا دی چې سیاسی ګوندونه په وسلوالو ځواکونو او حکومتی مامورینو کې نفوذ کوي .د رهبرۍ د مقام دغه فرمان بې له شکه چې د ادارې او مامورینو د تزکیې لپاره یو اغیزمن قدم دی .که څه هم چې د نوي حکومت له راتلو سره سم ، په اداراتو کې فساد ، بډې اخیستل او د اداري فساد نور ډولونه بیخې راکم شوي دي خو یو شمیر انسانان اوس هم شته چې د رشوتونو او فسادونو هڅه کوي . دی کار سره نه یوازی هماغه اړونده اداره بلکې د حکومت ټولې ادارې بنامې کیږي او د خلکو هغه لوړ اعتماد چې پر اوسني حکومت باندی لري ، زیانمنیږي .د هرې ادارې مسوول او د هر مسلمان دا دنده ده چې خپله اداره له ناولتیاوو ځینې پاکه کړي او د دی فرمان په عملي کولو کې دزړه له خلوصه کار وکړي تر څو ادارې لا پاکې او دنظام ستنې لا پیاوړي شي

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنان بخوانید
Close
Back to top button