افغانستانگزارش ها

د رهبری نوی فرمان د بي بنیادو تورونو ابطال

امی/ر الم/ومنین حف/ظ الله په خپل تازه فرمان کې حکم کړی دی چې د حکومت هیڅ یو غړی یا چارواکی حق نه لري یو “مجرم” کس ته سزا ورکړې. د یاد فرمان له مخې دسزا ورکولو صلاحیت یوازی شرعی محکمې لري .
دغه راز فرمان تصریح کوي چې د سزا ورکولو پر مهال له اړوند کس څخه د انځورنو او یا ویډیو اخیستلو اجازه هم نه شته.
د امی/ر الم/ومنین دغه فرمان له څو جهتونو ډیر مهم او دکتنې وړ دی:
۱ـ محاکم، قوانین او محاکماتي بهیر:
ځینو خود غرضو اشخاصو او کړیو ادعا کوي چې ګوندی په افغانستان کې محاکم و محاکماتي بهیر نشته بلکې هر والي او هر چارواکی پخپل سره د یو شخص په اړه تصمیم نیسی او سزا ورکوي . حتی ځینو داسی ادعاوې هم کوي چې ګنی په افغانستان کې قانون نشته بلکه د چارواکو په خوښې او طبعیت سره سم چلند کیږي خو د امی/رالم/ومنین دغه فرمان ، ټولو باطلو ادعاوو ته غاښ ماتوونکی ځواب دی ځکه چې هم دمحاکمو شتوالی او هم د شرعی قوانینو موجودیت او عملي کیدل ثابتوي.
۲ـ بې له محاکمې د سزا ورکولو مسله :
امی/رالم/ومنین واضح کوي چې په اس/لامی ام/ارت کې له شرعي محاکمو پرته بل څوک مجرم ته د سزا ورکولو حق نلري . دامی/رالم/ومنین حف/ظ الله دفرمان دغه برخه ثابتوي چي :
ـ داس/لامي ام/ارت د عفوی فرمان له مخې هیڅ څوک د حکومتي چارواکو له خوا ځورول کیدای نه شي بلکه د خاصو شخصي کیسونو مسله ( حق العبدي دعواووی ) په محاکمو کې څیړل کیږي.
ـ که چیرې په شخصي انداز څوک چاته ضرر رسولی وي ، متصرر کولی شي محاکمو ته مراجعه وکړي او خپل شکایت وکړي تر څو دشرعي احکامو په رڼا کې ورته رسیدنه وشي .
۳ـ روحي سکون :
داخبره ټولو ته جوته ده چې ځینې کړۍ دافغانانو د ذهنیتونو په مغشوشولو باندی بوخت دي او په بیلا بیلو لارو هڅه کوې چې د خلکو ارامي او سکون وران کړي . دوی داسی تبلیفات کوي چې ګوندی داسلامي امارت تر سیوري لاندی ژوند کول یعنی هر ډول حالت ته ځان چمتول کول او هر غیر عادي وضعیت سره دمخامخ کیدوچمتو والی دی.
له نیکه مرغه د امی/ر الم/ومنین حف/ظ الله دغه فرمان خلکو ته سکون او ډاډ ورکوی چې د اس/لامي ام/ارت تر سیوري لاندې په ارامه او داډمنه فضا کې بې له هر ډول ویرې او اندیښنې ژوند وکړي . دفرمان دغه برخه پر هغو بې بنیادو او مغرضانه ادعاوو باندې دابطال کرښه راباسي چې دخلکو د ېرولو لپاره په لاره اچول کیږي .
دی مسلې ته په کتو چې د امی/رالم/ونین ټول فرمانونه بې له هر ډول کمی نه هو په هو عملي شوي دي ، تر دی وروسته به د ذهنیتونو د خرابولو لپاره هر ډول تبلیغات بې اغیزې وي انشا الله.
۴ـ دا چې امی/رالم/ومنین حف/ظ الله د سزا ورکولو پر مهال انځور اخیستل منع کوي ، دخلکو او په تیره بیا د ماشومانو د روحی سکون ساتلو او د ځوروونکو اعمالو د مخنیوي یوه روښانه بیلګه ده . دا د محاکمو یو اسلامی اصل دی چې په ټوله دنیا کې رواج موندلی دی . څه نا څه په ټولو قوانینو کې هم د مړي انځورونه ، دپرې شویو اندامونو او وینو انځورونه منع دي خو اقتباس یې له اسلامي احکامو څخه شوی دی.
په یوه جمله کې ویلی شو چې د امی/رالم/ومنین حف/ظ الله تازه فرمان د افغانانو د فزیکی ، روحې او قانوني حفاظت یو پوښښ دي چې په ټولنه کې د قانون او عدالت دپلي کیدو ضمانت له ځان سره لري .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button