افغانستانگزارش ها

د آمريکا فېلاډلفیا ښار کې د ډزو په پيښه کې ۷ تنه مړگ ژوبله اوختی دی

د امریکا د پنسلوانیا ایالت په فېلاډلفیا ښار کې د یوه وسله وال سړي لخوا په ډزو ۵ کسان وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان دي.

توانا خبري اژانس د چنګاښ 14، پوليس وايي چې تورن کس نيول شوي، دوي وايي چي دغه کس 40 کاله عمر لري او د ډزو په مهال يي د مرميو ضد واسکټ اغوستى وو.

په دي پيښه کې وژل شوي کسان د 15 نه تر 59 کلونو پوري عمر لري او ويل کېږي چې بريدګر له پخوا ورسره پيژندل.

د ځايي‌ پولیسو یوه افسر اېرنېسټ رنسوم ویلي چې بریدګر په روانو موټرونو هم ډزې کړې، چې دوه غبرګونې ماشومان پکې ټپي شوي‌ دي.

د يادونې وړ ده چې دا پېښه په امریکا کې د خپلواکۍ ورځې په درشل کې او تر هغې یوازې یوه ورځ وروسته شوې چې د ماریلنډ په بالتیمور ښار کې په ډزو ۲ کسان ووژل شول او ۲۸ نور ټپيان شول.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button