افغانستانجهانگزارش ها

دملګرو ملتونو په سیاست کې مثبت بدلون

ملګري ملتونه دافغانستان حکومت سره یو ځای ستره نړیواله غونډه جوړوي. په افغانستان کې دملګرو ملتونو د سیاسی استازیولۍ مشر سکاټ سمېت د افغانستان د صدراعظم د دفتر له سرپرست مولوي ذاکر سره په کتنه کې د افغانستان لپاره په نیویارک، بروکسل او دوحه کې د وروستیو غونډو په اړه معلومات ورکړل. هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو سرمنشي په پام کې لري چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه مخکې د دوحې د ناستې په څېر یوه غونډه جوړه کړي او د افغانستان د حکومت چارواکو ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړي.
تر دی وړاندې ملګرو ملتونو له خوا څو لویې غوندې دافغانستان په اړه جوړې شوي خو دافغانستان د حکومت استازو ته پکی دګډون بلنه نه ده ورکړای شوی.
وروستۍ غونډه چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستیالې امینه محمد تر دورې ورسته جوړه شوه ، د افغانستان د رسمیت پیژندنې پر موضوع باندې متمرکزه وه خو بیا هم د افغانستان استازی پکې نه وو.
تیره غونډه سره له دی چې ډیره پراخه او د لوړې کچې غونډه وه خو بیا هم هیڅ ډول پایلې ته ونه رسیدله ځکه چې دافغانستان د اسلامي امارت په نمایندګۍ چا پکې برخه نه لرله .
دافغانستان حکومت سره له دی چې په یادو ناستو کې حضور نه درلود، خو بیا هم خپلې ټولې کړنې دنړیوالو تعهداتو او اصولو پر ینا باندی عیار کړي دي او دټولو دپلوماتیکو نزاکتونو په پام کې نیولو سره پریکړې کوي .
اوس پخپله ملګري ملتونه اعتراف کوي چې د افغانستان حکومت په ډیرو برخو کې د پام وړ پرمختګونه لري او په راتلونکی ناستې کې به افغانستان ته هم د ګډون بلنه ورکړای شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشر وایی په تېرو ناستو کې د افغانستان پر پرمختګونو خبرې شوي دي او د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق په برخو کې د اسلامي امارت د پام وړ مبارزې ستاینه شوې ده.
له دی څرګندونو ښکاري چې دنیا پر خپلو هغو غلطو باورونو باندې د بطلان کرښې را باسي چې تر دی دمه یې د افغانستان د حکومت په اړه لړل .
ملګري ملتونه چې د افغانستان د حکومت او په ټوله کې د ا.ا.ا. کړنې او تصمیمونه ګوري ، په تیره بیا د مخدره توکو د مخنیوي په برخه کې چې دنړیوالو سازمانونو دریپوټونو پربنسټ د بشریت په تاریخ کې بېساری پرمختګ بلل شوي دی، دی پایلې ته رسیږي چې دافغانستان له حکومت سره باید د ښه تعامل او همکارۍ لارې چارې ولټول شي .
دا دملګرږ ملتونو په سیاست کې یو مثبت بدلون دی چې دوام یې هم دافغانستان او هم دنړیوالې تولنې په ګټه دی.
ملګري ملتونه باید افغانستان د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژني ، په افغانستان کې خپل پراختیايي پروژې بیرته پیل او بشپړې کړي ، سیاسي استازولۍ په رسمي توګه پرانیزي او بشري مرستو ته زور ورکړي .
پورتني ګامونه کولی شي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولې غوښټنې هم پوره کړي او هغه ناسم انځور هم بدل کړي چې دافغانستان د امنیت او سیاسي ثبات په اړه دځینو مغرضو کړیو او هیوادونو له خو ورته ورکول کیږي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button