افغانستانگزارش ها

دبلخ ولايت احصایې رياست چارواکي د 33 ميلونه افغانيو عوایدو نه خبر ورکوي

د بلخ د احصايې او معلوماتو ریاست په تېرو څلور میاشتو کي د برېښنایي او کاغذي پیژندپاڼو له لاري ۳۳ ملیونه افغانۍ عواید راټول کړي

توانا خبري اژانس د زمري اوله، ددغه رياست د معلوماتو له مخې يوازې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له لارى 29 ميلونه عواید ترلاسه کړي دي.

د بلخ ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست رئیس مولوي محمد نور وثیق وایي، چي پدې ولايت کې د احصایې او معلوماتو ریاست ۳ مرکزونو فعالیت کوي او یاد ریاست سره په همغږۍ هره ورځ هر مرکز کې شاه وخوا 300 کي مراجعین بایموټریک کوي.

ښاغلي وثیق زیاته کړه، چي د روان کال په څلورو میاشتو کي ۶۴۴۳۸ څلور شپيته زره، و څلورسوه و اته ديرش برېښنایي پيژندپاڼو د وېش له لاري ۲۹ ملیونه افغانۍ او ۱۷۲۶۹ اولس زره و دوسوه و نهه شپيته کاغذي پیژندپاڼو د وېش له لاري ۳ ملیونه او ۴ لکه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

همداراز د مزارشريف ښار اوسېدونکي د یاد ریاست کارکونکو له فعالیتونو څخه خوښي څرګنده وي او وایي، چي په یاد ریاست کي ټول کارونه په منظم ډول روان دي او د ولس کارونو ته پر وخت رسېدنه کیږي.

د يادونې وړ ده چې د ددي رياست د کارونو لا چټکتيا لپاره به په نږدي راتلونکي کې، پدې ولايت کې څلورم مرکز هم پرانیستل شي.
سهراب خان دولت زی
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button