جهانگزارش ها

شهباز شریف: راتلونکې چهارشنبه د دغه هېواد پارلمان منحلوي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي راتلونکې چهارشنبه د دغه هېواد پارلمان منحلوي. هغه دا پرېکړه د پارلمان غړو ته په یوه مېلمستیا کې د پارلمان مشرانو ته په ډاګه کړې.

توانا خبري اژانس جمعه، د زمري 13، ټاکلې د پارلمان له منحل کېدو سره موقت حکومت جوړ شي تر څو سراسري ټاکنې وشي.

د پاکستان د حکومت مشران موقت حکومت او لومړي وزیر ته د واک پر لېږد په سلامشورو بوخت دي او لومړي وزیر شهباز شریف د پارلمان د منحل کولو لپاره د اګست نهمه ټاکلې.

پاکستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر باید د ۴۸ ساعتونو په اوږدو کې د پارلمان د انحلال سپارښتنه لاسلیک کړي او که ولسمشر د هر دلیل له مخې داسپارښتنه لاسلیک نه کړي نو پارلمان خپله منحلېږي.

بلخوا د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان حکومت په را روانو میاشتو کې له ټولټاکنو وړاندې د ولسواکۍ په نړولو تورن کړی.

خان زیاته کړې چې یوازې آزادې او عادلانه ټاکنې پاکستان ته ثبات راستنولی شي.
سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button