افغانستانمقاله

دسترې فتحې دوهمه کلیزه

لومړۍ برخه :د اګست دمیاشتې ۱۵ نیټه دافغانستان ، سیمې او نړۍ په تاریخ کې یوه ستره او تاریخ جوړوونکې ورځ ده .په دی ورځ افغانستان له امریکایی اشغال څخه ا وژغول شو او افغانان د خپلې خاورې او برخلک خاوندان شول .افغانستان تر دی وړاندې هم لویو لویو زبر ځواکونو ته ماتې ورکړې او خپلواکي یې بیرته ترلاسه کړې دي .خو داګست د ۱۵ نیټې فتح له نورو فتحو سره په څو مهمو مواردو کې توپیر لري :ـ افغانستان د بریتانیا تر ماتې وروسته او بیا د شوروي اتحاد تر ماتې او وتلو وروسته د کورنیو جنګونو او داخلي اختلافاتو کندې ته وغورځید .کورنۍ جګړې پیل شوې او افغانان ، سمتي ، ژبنیو او قومي ستونزو کې راګیر شول . په دی توګه استعماري قوتونو ، تر خپلې پوځي ماتې وروسته دسیاست په ډګر کې ، زمونږ هیواد ته زیاتیدونکې ستونزې او مشکلات وزیږل .خو له نیکه مرغه د ناتو تر ماتې او داسلامي امارت تر واکمنیدو را وروسته چې دوه کاله ترې تیریږي ، پّه فضل د خدای او د افغانستان .ا.ا. په تدبیر سره تر دي ستري فتحي وروسته هیڅ داسي یوه بیلگه تر سترگو نه شوه . نه کورنی جنگ ، نه قومِي او سمتی مسلي او نه هم د حکومت له خوا دوگونی او له تبعیضه ډچلند._ دوهم لوی او مهم توپیر دا دی چي دشورویانو او نورو ځواکونو تر ماتې او تښتې وروسته ، افغانستان کې یو مظبوط مرکزی دولت نه دی جوړ شوی . دشوروي تر ماتې او وتلو وروسته چې مجاهدین واک ته ورسیدل ، د ټولو هیله دا وه چې یو پیاوړی مرکزی دولت جوړ او په نړۍ کې د نورو مسلمامانو لپاره هم د اوچتې روحیې او باطني ډاډ یو محور شي خو په تاسف سره چې دولت جوړونه په ریښه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوه او افغانستان یو ځلې بیا ملوک الطوایفي خوا ته لاړ.هر تنظیم دافغانستان په یوه برخه کې حاکم شو او خلکو ته تګ راتګ او له یوې سیمې بلې ته تګ هم ډیر ګران شو.خو اسلامي امارت په دی وتوانید چې یو پیاوړي سر پرست حکومت جوړ او په کار واچوي . دی مرکزی حکومت په تیرو دوو کلونو کې لاندې مهم قدمونه پورته کړل :ـ په ټول هیواد کې مثالي امنیت دی چې د ویرې او یا اندیښنې کوم احساس هم نشته .اوسنی امنیتي سیستم او سراسري امنیت ، دافغانستان په معاصر تاریخ کې ساری نلري . افغانان په پنځوسو کلونو کې دلومړي ځل لپاره دهیواد هر ولایت ، هرې ولسوالۍ او هر کلي ته ځي بې له دی چې د ویرې او یا اندیښنې کوم احساس ولري .ـ دمخدر توکو ختمول : دافغانستان حکومت داسې یو ستر او نه منونکی قدم د مخدر توکو دله منځه وړلو په برخه کې بورته کړ چې دنیا هم ورته حیرانه ده . هغه څه چې په نړیوالو ریپوټونو کې هم تاید شوي دي دا دی چې د افغانستان او بشریت په تاریخ کې داسې کارنده او پریکنده عمل نه و تر سره شوی.افغانستان اوس له مخدره توکو پاک دی او د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک پکښې نه تولیدیږي.ـ دقانون یوشان پلی کیدل :د افغانستان .ا.ا. یو بل ریکارد جوړوونکی قدم دا دی چې په ټول هیواد کې یو شان قانون پلی کړی او د قدرت بیلابیلې حوزې یې له منځه وړي دي .تر دی وړاندی دافغانستان هر ولایت د واک یوه بیله جزیره وه او یو شمیر ښکاره خلک د قانون له احکامو مستثنی ول .قانون یوازی د غریبو او بې واسطې خلکو لپاره و خو اوس دخدای په فضل دافغانستان ټول اتباع که غریب وی که امیر ، دقانون پر وړاندې یوشان مسوولیت لري .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button