افغانستانمقاله

دستري بریا ستر پیغامونه

دوهمه برخه دفساد له منځه وړل :دتیرو دوو کلونو یوه بله لاسته راوړنه دا ده چې په ټول اداري سیستم کې فساد پای ته رسیدلی او د دولت عواید په منظم ډول د دولت بودجې ته ورځی .په تیرو دوو کلونو کې دهیواد ملي بودجه د ملي عوایدو څخه جوړیږي چې نه یوازی په تیرو څلویښتو کلونو کې یو بې ساری اقدام دی بلکې هغو غلطو انګیرنو ته هم غوڅ ځواب دی چې ګنی افغانستان نشي کولی په یوازی سر د حکومتدارۍ بنیاد کیږدي .دتیر حکومت اقتصادي لوړ رتبه چارواکو او کارپوهانو داسی نظر درلود چې د بهرنیو مرستو دوام به افغانستان ته دومره توان ورکړي چې تر راتلونکو پنځوسو او یا شپیتو کلونو کې له خپلو عوایدو خه ملي بودجه جوړه کړي خو اسلامی امارت ثابته کړه چې په یو کال کې بې له بهرنیو مرستو د ملي بودجې جوړولو وړتیا لرو.د روږدو ځوانانو درملنه :د اخیستل شویو ازقامو له مخې ، افغانستان د ۶ ملیونو په شا او خوا کې په نشه ای توکو روږدي خلک لرل . دتیرو حکومتونو پر مهال ، دی مسلې ته دیوې لویې ملي ستونزې په سترګه کتل کیدل خو سره له دی چې بهرنیانو څخه په لس هاوو ملیونه دالر ورته تخصیص ټاکل شوی وو بیا هم حکومتونه ونه توانیدل یوه د حل بنسټیزه لاره ورته ومومي .اسلامي امارت په یو بیساري اقدام کې له ټولو ښارونو څخه روږدي خلک راټول کړل او ټولو ته یې له خپلې ملي بودجې د درملنې مرکزونه پرانستل . اوس په ښار کې معتادین نشته او خلکو ته هم ازار نه رسوي . تر دی دمه په لس هاوو زره معتادین بیرته تر درملنې وروسته خپل عادي ژوند ته ګرځیدلي دي .که چیرې د تیرو دوو کلونو لاسته راوړنې یو په یو وشمیرو ، کتابونه په ډک شي خو تر لاسته رواړنو هم بله مهمه مسله دا ده چې دافغانستان حکومت تر دوو کلونو وروسته له دنیا څخه څه غواړي او دنیا ته څه پیغام لري ؟تیرو حکومتونو په هره غونډه هر مراسم او هر مناسبت کې له دنیا څخه دا غوښتنه لرله چې مونږ ته وسلې او مهمات راکړي . هغوی داسی استدلال کاوه چې مونږ دافغانستان دساتنې لپاره نه بلکې د ټولې نړۍ د ساتنې لپاره جنګیږو ځکه مونږ ته جګړه ییز وسایل راکړی او پیسې د جنګ لپاره راولیږی . دتیر حکومت د لوی متفکر ادعا دا وه چې که د افغانستان امنیتي خواکونه د طالبانو سره مقابله ونکړي ، دسیمې او نړۍ هیوادونه به د بد امنۍ کندی ته ولویږي خو دا دی دوه کاله کیږي چې هغه حکومت نشته او اسلامي امارت په ټول افغانستان کې د یو واحد مرکزی ځواک په توګه حاکم دی او دنیا پخپله اعتراف کوي چې افغانستان نور د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ نه دی.تیر حکومت وسلې غوښتنلې خو اوسنی حکومت له نړۍ څخه غواړي چې د متقابلو ګټو په اډانه کې راسره تعامل وکړی .تیر حکومت خیراتونه غوښتل خو اوسنی حکومت له نړیوالو غواړي چې په افغانستان کې له رامنځته شوی فرصت څخه په ګټنې پانګونه وکړي .تیر حکومت د یوچا لمنې ته ځان ورغورځولی وو او له نورو سره یې دښمني کوله خو اوسنی حکومت د هیڅ هیواد دښمن نه دی بلکې ټولو سره متوازنې او د شریکو ګټو پر بنا باندې ولاړې اړیکې غواړي .دافغانستان د اوسني حکومت پیغام د سولې ، ښو اړیکو ، شریکو ګټو او یو بل ته د احترام او درناوی پیغام دی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button