افغانستانگزارش ها

کابل ته د اسلامي همکاریو سازمان دپلاوي راتګ

د اسلامي همکاریو د سازمان د علماوو یو پلاوی دافغانستان پازمینې کابل ته راغلی ترڅو دافغانستان ا.ا.ا. له چارواکو سره پر اړوند او علاقې وړ مسلو باندې خبرې وکړي د اسلامي همکاریو سازمان وایی ،علماء به په کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو او دیني عالمانو سره د ښځو د تعلیم او د اسلام له نظره د کار په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړ،.د اسلامي همکاريو د سازمان د دارالانشاء د اجرايي کميټې او د بهرنيو چارو د وزيرانو د شورا تردی وړاندې پریکړه کړې وه چې د ا.ا.ا. له مشرانو سره دخبرو په موخه یو پلاوی افغانستان ته ولیږي .د اسلامي همکاریو سازمان چې یو نیم کال وړاندې په کابل کې خپل فعالیت بیا پیل کړی دی ، پر ۵۷ اسلامي هیوادونو مشتمل سازمان دی چې د نړۍ په کچه په بیلا بیلو سیاسي ، امنیتي ، اقتصادي او نورو مسلو کې اغیزمنه ښکیلتیا لري .د داسې یو ځواکمن سازمان سره دافغانستان دمشرانو خبرې اترې او هغه هم په مهمو مسلو باندې خبرې چې دافغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو بنیاد جوړولای شي ، ډیرې مهمې او اغیزمنې دي .دافغانستان حکومت لپاره د داسې یو پلاوي راتګ به څو جهتونو ، یوه ګټوره موقع ده :ـ داسلامي همکاریو سازمان د نیا په کچه یو اغیزمن سازمان دی چې د طبیعی منابعو او ستراتیژیک موقعیتونو په لرلو سره ، د دنیا په کچه په لویو تصمیمونو کې اغیز لري ، که چیری داسلامی هیوادونو سازمان په ټول قوت سره د افغانستان ملا وتړي ، بې له شکه چې دافغانستان د رسمیت پیژندنې لپاره هم یو اوچت او اغیزمن ګام پورته کیږي . که چیرې اسلامی هیوادونه دافغانستان په رسمیټ پیژندنې باندې پیل وکړي ، داسې یو ځواک نه پاتې کیږي چې له یو لوی طاقت سره په مخالف صف کې ودریږي .ـ داسلامی همکاریو سازمان دافغانستان د سیاسي ثبات په لوړولو کې هم ستر رول لوبولای شي . که چیری اسلامي هیوادونه له افغانستان سره اقتصادې همکارۍ پیل او دافغانستان پر ځمکې لاندې طبیعي زیرمو باندی پانګونه شروع کړي ، دافغانستان او اسلامي هیوادونو تر منځ دوه اړخیزې اړیکې او شریکې ګټې ، د دی لامل کیږي چې دواړه لورې د ځواکمنو هیوادونو له احتیاجه خلاص شي حتی دا چې له لویو اقتصادي قوتونو سره سیالي هم وکړي . دافغانستان ځمکنی موقعیت داسی دی چې ترانزیتي لارې یې ټول له اسلامي هیوادونو سره وصل دي او پخپله هم د اسلامي هیوادونو تر منځ د نښلوونکي لارې حیثیت لري .ـ په امنیتي او دفاعي اړخ هم داسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره یو اغیزمن ځواک دی . دافغانستان ګاونډی هیوادونه چې څه ناڅه ټول اسلامي هیوادونه دي ، له افغانستان سره په شریکې همکارۍ ، کولای شي د شریکو پولو دامنیت او خوندیتوب په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي .ـ دښځو د زده کړې په برخه کې هم داسلامي هیوادونو سازمان کولی شي دنړۍ د ځینو هیوادونو هغه اندیښنې لری کړي چې د ځینو غلط فهمیو پر بنا باندی لري .دغه سازمان کولی شي د نړیوالو ذهینت و مثبت لوري ته توجیه کړي او دا حقیقت ورته څرګند کړي چې دافغانستان ا.ا. دښځو له زده کړې او کار سره مشکل نلري بلکې په دی بهیر کې رامنځته شوی ځنډ ، د ځینو تخنیکي او فرهنګی مسایلو د حل لپاره دی او دا ځنډ د یادو مسلو تر حل کیدو وروسته پای ته رسیږي .که چیرې دافغانستان ا.ا. او راغلی پلاوی پر ځینو مسلو باندې توافق وکړي ، بې له شکه چې د دوه اړخیزو ګټو او ارزښتونو دساتنې او نړیوالو سره د ښو مناسباتو د پرانستې ، ښې او پراخې زمېنې برابریږي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button