افغانستانگزارش های تحلیلی

دپانګونې بین الوزارتي کمیټه

د افغانستان حکومت ، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د پانګونې بین الوزارتي کمېټه جوړه کړه.
دا کمېټه چې د عالیقدر مشر تابه د ځانګړې فرمان له مخې جوړه شوې ، موخه یې د پانګونې برخه کې د اسانتیاوو رامنځ ته کول او په ادارو کې د بیروکراسۍ ختمول ده.
یاده بین الوزارتي کمېټه به د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني بردار په مشرۍ د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي او په فعالیتونو کې یې د پانګونې لپاره د طرحو طی مراحل، د پانګونې د بهیر چټکتیا او راوڼوالی رامنځ ته کول شامل دي.
دپانګونې بین الوزارتي کمیټه په داسې حالاتو کې چوړیږي چې په افغانستان کې د بهرنۍ پانګه اچونې لپاره لوالتیا ډیره شوې ده .
دافغان حکومت متوازنه اقتصادي پالیسي ، دی ته لاره اواره کړې ده چې د بیلابیلو هیوادونو پانګوال افغانستان ته راشي او دلته د سرمایه ګزارۍ او نورو اقتصادي فعالیتونو ارزونه وکړي .
څو ورځې وړاندې د امریکايي پانګوالو یوه پلاوي په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه هیواد ته راغی او دلته حالات یې له نږدی وکتل . یاد پلاوي دا خبره هم وکړه چې د جمهوریت پر مهال د اداري فساد له امله ونه شو کړای چې افغانستان کې بانګونه وکړي خو اوس چې اداري فساد نشته هغوی پانګونې ته لیواله دي .
د امریکايي پانګوالو پلاوي ژمنه وکړه چې امریکايي پانګوال به افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي چې ورسره به د پام وړ شمېر افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.
دغه راز په نږدې تیرو ورځو کې د کانونو او پټرولم وزارت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د څه باندې شپږ نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت د څو لویو کانونو د ایستلو او پروسیس تړونونه لاسلیک کړل چې د ی سره به لسګونو زرو افغانانو ته به کاري فرصت ورسره برابر شي.
هغه څه چې د بهرنیو پانګوالو د پاملرنې را جلبولو په برخه کې ډیر مهم دي دا دي چې حکومت څنګه کولی شي داقتصادي فعالیتونو لپاره ، اسانتیاوې برابرې کړي .
هغه سکتوري وزارتونه او ادارې چې د اقتصاد په برخه کې فعالیت کوي لکه د سوداکرۍ وزارت ، اقتصاد وزارت ، د ټولګټو وزارت ، دمالیې وزارت ، د کانونو او پطرولیم وزارت … باید دیوې بشپړې همغږۍ په اډانه کې داسې فعالیت وکړي چې په شریکه د پانګوالو پاملرنه را جلب کړي او ورته په هره برخه کې اړین سهولتونه رامنځته کړي .
دلویو پانګونو لپاره ، له خامو موادو نیولې تر لارو ، برښنا ، ځمکې ،اوبو ، مالیاتي ټکسونو ، ګمرکي تعرفو او نورو اړوندو چارو پورې اسانتیاوې اړینې دي د دغو اسانتیاوو لپاره د اقتصادي سکتوري وزارتونو تر منځ همږي ډیره مهمه ده .
دغه بین الوزارتي کمیټه د یادې همغږۍ لپاره ډیره اړینه او اغیزمنه مرجع ده .
د عالیقدر مشر تابه دا فرمان او د بین الوزارتي کمیټې جوړیدل به په هیواد کې د بهرنیو پانګونو او افغانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې ډیرې ښې او مثبتې زمینې برابرې کړي . ورسره به افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې پرلور قدم واخلي .
دا اقدام له فقر او بیوزلۍ څخه د افغانانو دایستلو پر لور د ا.ا.ا. د بنیادي کارونو یوه روښنه بیلګه ده .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنان بخوانید
Close
Back to top button