افغانستانگزارش ها

افغانستان لپاره د جاپان نوی سفیر د سیاسي او دپلوماتیک اړیکو تازه پړاو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په افغانستان کې د جاپان هیواد سفارت تایید کړی، چې جاپان د افغانستان لپاره نوی سفیر ټاکلی دی.
په افغانستان کې د جاپان پخواني سفیر تکاشي اوکادا د ماموریت موده پای ته رسېدلې او د هغه پر ځای تاکاشي کورمیا معرفي شوی دی.
د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په الوداعي لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې یې ماموریت پای ته رسېدلی دی.
دا چې په افغانستان کې د یو هیواد د سفیر د خدمت موده پای ته رسیږي او پر ځای یې بل سفیر ګومارل کیږي ، یوه عادی او معمولي خبره ده خو کله چې پخوانی سفیر د کوربه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سره د مخه ښه رسمي ملاقات کوي او نوی ګومال شوی سفیر خپل باور لیک سپاري ، په دپلوماتیک عرف کې ځانته یوه خاصه مانا لري او هغه دا چې کوربه هیواد د یو رسمي او قانوني حقونو خاوند هیواد ګڼل کیږي .
هیڅکله هم یو غیر رسمي او ناپیژل شوي حکومت ته دیو رسمي هیواد سفیر خپل باور لیک نه سپاري او کله هم داسی سفیر چې د خدمت موده یې پای ته رسیدلی وي ، له یو غیر رسمي وزیر سره تودیعي ملاقات نه کوي .
تر دی وړاندی د افغانستان لپاره د چین هیواد نوی سفیر هم خپل باور لیک دافغانستان حکومت ته ور وسپاره .
د چین او روسیې غوندی لوی هیوادونه ، په افغنستان کې سفارتونه لري او سفیران یې د افغانستان دقوانینو په رعایتولو سره خپلې چارې مخی ته وړي.
دغه راز په بهر کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ ، یو د بل پسې دافغانستان د اوسني حکومت تابعداري کوي او د جاریه قوانینو او ا.ا. له پالیسیو سره سم چلند کوي .
دافغانستان حکومت هم دا اوس په څو هیوادونو کې دافغانستان اتباعو ته پاسپورتونه ورکوي او د دغو پاسپورتونو له مخې ، افغانان نورو هیوادونو ته سفرونه کوي .
دافغانستان لوړ رتبه مقامونه د نړیوالې موسسو او هیوادونو له خوا په رسمي بلنو باندی سفرونه کوي .
دا چې دافغانستان حکومت دځینو کړیو په تعبیر د نړۍ لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی خو حقیقت دا دی چې افغانستان همدا اوس د یو رسمي او مساوی الحقوق هیواد په توګه دنړۍ په کچه خپل سیاسي او دپلوماتیک اعتبار لري او یوه ورځ به ټوله دنیا پر دی اعتبار باندی اعتراف وکړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button