جهانورزش

استرالیايي لوبغاړي په وروستي اوور کې شپږ ویکټې اخیستي

د استراليايي لوبډلې لوبغاړي ګیرت مورګن په بې ساري ډول په وروستي اوور کې په شپږو توپونو شپږ ویکټې اخیستي او له مقابل لوري څخه یې لوبه ګټلې ده.

(توانا خبري اژانس دوشنبه د لړم 22) د شنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) د هغه لوبډله له ماتې سره مخامخ وه ځکه چې سیالې لوبډلې په وروستي اوور کې یوازې پنځو منډو ته اړتیا لرله.

نوموړي په لومړي توپ د مقابل لوري پرانیستونکی توپ وهونکی جینګ ګارلینډ چې ۶۵ منډې یې کړې وې، وسوځاوه او ورپسې یې پنځه نور لوبغاړي په حیرانوونکي ډول یو په بل پسې وسوځول.

د ګیرت مورګن دې لاسته راوړنې ته د نړیوالې توجه وروسته، نوموړي رسنیو ته وویل: “جالبه ده. امپایر د اوور په پیل کې راته وویل چې زه د لوبې د ګټلو لپاره هیټریک ته اړتیا لرم… هغه وايي خپله دا لاس ته راوړنه ورته “خورا حیرانوونکې” ښکاري.

د نوموړي په اوور کې، څلور توپ وهونکي په لومړنیو څلورو توپونو کیچ شول او په وروستیو دوو توپونو د پاتې دوو توپ وهونکو ویکټې ولګېدلې.

د اې بي سي د معلوماتو له مخې، له دې وړاندې په مسلکي کرکټ کې په یو اوور کې پنځه لوبغاړي سوځېدلي چې دا کار په ۲۰۱۱ کې د نیوزيلنډ توپ اچوونکي نیل واګنر، په ۲۰۱۳ کې د بنګله دیش الامین حسین او په ۲۰۱۹ کې د هند ابهیمانیو میتو تر سره کړی دی.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button