افغانستانجهانگزارش ها

دفلای دوبی بیا راتګ د خوندي افغانستان پیغام

د فلای دوبۍ هوايي شرکت له دوه کلن ځنډ وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې.
د ریاست‌الوزرا دفتر اقتصادي مرستیال په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه هوايي شرکت لومړۍ الوتنه د چهارشنبې ورځ، د لړم په ۲۴مه له دوبۍ څخه کابل ته ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي:«کابل ته د فلای دوبۍ د الوتنو پیل د دې ښودنه کوي چې د افغانستان فضا د هر ډول الوتنو لپاره خوندي او عادي حالت ته راګرځېدلې او د افغانستان ټول هوايي ډګرونه د اړتیا وړ اسانتیاوې او معیاري خدمات وړاندې کوي.»
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی چې له څلورو میاشتو هڅو وروسته یې فلای دوبۍ شرکت ته د الوتنې اجازه ورکړې ده.
کله چې په افغانستان کې د ا.ا.ا. واکمني پیل شوه ، د کابل له هوايي ډګر څخه ټولې نړیوالې الوتنې بندې شوې وې. هغه مهال دنړۍ د اکثرو هیوادونو انګیرنې داسې وې چې افغانستان به تر دی وروسته یو ډیر ناامن او بی ثباته هیواد وي چې نه دامنیت او نه هم د سیاسي ثبات او خوندیتوب له امله ډاډمن وي .
دهغو ناوړو تبلیغاتو له امله چې دافغانستان په اړه په نړیوالو مغرضو رسنیو کې روان ول ، کورني او بهرني پانګوالو هڅه وکؤه چې خپلې سرمایې له افغانستانه وباسي .
دسیمې اونړۍ اکثره هیوادونو دا باور درلود چې افغانستان به داورپکو دلو په یو مهم مرکز بدل شي چې هم سیمې او هم نړۍ لپاره یولوی سرخوږی وي.
دافغانستان حکومت سره له دی چې دا ټول تبلیفات یې اوریدل ، خپل انساني سیاست ته دوام ورکړ او په عمل کې یې داخبره ثابته کړه چې دافغانستان په اړه په غربي رسنیو کئې روان تبلیغات له درواغو ډک او بې اساس دي.
افغانستان له ټولو هیوادونو سره خپلې متوازنې او د متقابلو ګټو پر بنا باندې ولاړې اړیکې وپاللې او هر چا ته دافغانستان په اقتصادي سکتتور کې د برخې اخیستنې زمینه یې برابره کړه.
د افغانستان حکومت په ټینګ عزم او ارادې سره ، په ټول هیواد کې بشپړ امنیت راوست او خوارجې ډلې یې داسې وځپلې چې بیا د امنیت د ګډوډولو لپاره سر راپورته نکړي .
افغانستان لکه چې نړۍ ته ډاډ ورکړی وو ، ثابته یې کړه چې دافغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر خلاف نه استعمالیږی .
دافغانستان حکومت ثابته کړه چې درغنده اقتصادي سیاستونو په لوبولو سره کولای شو دبهرنیو اسعارو نرخ کنترول کړو او بیکارو افغانانو ته د کار زمینی هم برابرې کړو.
دافغانستان حکومت سیاستونو ثابته کړه چې دافغانستان خاوره د هر راز بهرنیو پانګونو او فعالیتونو لپاره یو امن ځای دی .
دی سره د نورو هیوادونو اعتماد بیرته را ژوندی شو او په لومړي سر کې بهر ته دافغانستان د هوایی شرکتونو الوتنې پیل شوې .
چین، ترکیې، متحده عربي اماراتو، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته مستقیمې الوتنې په تېرو میاشتو کې بیا پیل شوې دي.
اوس د فلای دوبی کمپنۍ ، افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي دي .
دا چې بهرنۍ الوتنې پیلیږي او بهرنۍ الوتکې د افغانستان په هوايي ډګرونو کې کښینې او الوتنې کوي ، په دی مانا ده چې دافغانستان خاوره ، دافغانستان فضا او دافغانستان ډګرونه د بهرنیو الوتنو او شرکتونو له پاره امن او د ډاډ وړ دي.
افغانستان ته د فلای دوبی هوایی شرکت د الوتنو بیا پیل و د افغانستان د ځمکني او هوايی خوندیتوب ښکاره ثبوت دی او په لنډ وخت کې دنورو شرکتونو د فعالیتونو د بیا پیل زیری هم راکوي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button