افغانستانگزارش ها

د بلخ ځانګړي امنیتي قطعې دوه تنه انسان تښتونکي نیولي

د بلخ ولايت ځانګړو امنیتي ځواکونو د یو لړ کشفي معلوماتو پر بنسټ دوه تنه انسان تښتونکي، چي تېري جمعې په ورځ د ذبیح الله په نوم کس له بلخ ښار څخه تښتولی وو نيولي دي.

توانا خبري اژانس د جوزا 31،د بلخ د ځانګړي امنیتي قطعې د کشف مسؤل وویل، د کشفي معلوماتو وروسته ذبيح الله نومى تښتول شوى کس، چې د بلخ ولسوالۍ په وزير آباد سيمه کې ساتل کيده، څلور ورځي وروسته وژغورل شو، او بيرته خپلي کورني ته وسپارل شو.

د يادونې وړ ده چې انسان تښتونکي له وسلو سره یو ځای ونيول شول، چي پدغو وسلو باندې له ډېره وخته په بېلابیلو سیمو کي انسان تښتونه کوله.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button