افغانستانمقاله

دافغانستان یوه برحقه داعیه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقی ، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا سره په کتنه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان لپاره دې “موازي او اضافي ميکانيزمونه” نه جوړوي.
دافغنستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي متقي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره په خبرو کې ویلي،‌ هېوادونه دې له “افغانستان سره تعامل وکړي.”
په خبرپاڼه کې ویل شوي، “افغانستان د هر ډول بين الدولي قضاياوو د بحث لپاره يوازېنی مشروع او باصلاحيته ادرس لري، نو ځکه د نړۍ هيوادونو او سازمانونو ته په کار دي چې د خپلو منل شويو او رسمي ادرسونو له لارې له افغانستان سره تعامل وکړي.”
که چیرې دنړیوالو اړیکو او مناسباتو تاریخ او اهدافوته لږ ځیر شو ، جوتیږي چې نړیوالې اړیکې پر شپږو اصلونو باندې ولاړې دي چې ځینو ته یې دلته اشاره کوو :

  • نړیواله سوله :
    په ټوله نړۍ کې دسولې ساتل او له شحړو او جګړو مخنیوی د نړیوالو اړیکو یو بنسټیز اصل دی . هیوادونه باید یو دبل سره اړیکې او مناسبات ولري تر څو هر مسله د سولې او خبرو اترو له لارې حل کړي.
  • ددولتونو استقلال :
    دنړیوالو اړیکو بله موخه دا ده چې د دولتونو خپلواکی او اسقلال ته درناوی وشي او هیڅ هیواد د یو بل هیواد خپلواکي ته په سپکه سترګه ونه ګوري .
  • ځمکنۍ بشپړتیا :
    دنړیوالو اړیکو بل بنیادي مقصد دا دی چې دنړۍ ټول هیوادونه باید د بل هیواد ځمکنۍ بشپړتیا او یا په بل عبارت ارضي تمامیت تر پښو لاند ې نه کړي .
    سیاسي حاکمیت:
    یوه بله بنیادی موخه د نړیوالو اړیکو دا ده چې دهر هیواد سیاسي حاکمیت ته باید درناوی وشي .
    افغانستان د یو هیواد په توګه د نړۍ د نورو هیوادونو په خوا کې حق لري چې یادو اصولو ته په کتو له ټولو هغو حقونو برخمن وي چې دولتونه یې دنړۍ په کچه لري .
    تر هغه ځایه چې یادو اصولو ته د درناوي او پابندۍ مسله ده ، افغانستان د ټولو هیوادونو پر وړاندې یاد حقوق په نظر کې نیولي دي او رعایتوی یې .
    نه دافغانستان له خوا د چا سیاسي حاکمیت تر تیري لاندی راغلی دی نه ځمکنۍ بشپړتیا او نه هم خپلواکي .
    خو مهمه خبره دا ده چې نور هیوادونه او پخپله ملګري ملتونه هم باید دافغانستان په اړه یاد اصول رعایت کړي .
    داچې دافغانستان حکومت په جریان کې نه وي او په یو بل هیواد کې دافغانستان لپاره ناسته جوړه شي بیا په داسی یوه ناسته کې دافغانستان د حکومت دګوتو په شمار فراري مخالفین ور وغوښټل شي ، د نړیوالو اصولو ټولو موادو ته سپکاوی دی .
    د یو حکومت لپاره دموازي حرکتونو او قوتونو رامنځته کول په اصل کې دنړیوالې سولې له منځه وړل ، د رسمي پولو ماتول ، دسیاسي حاکمیتونو نقض کول او دملتونو د خپلواکۍ وژل دي .
    ملګري ملتونه چې د نړیوالو منل شویو اصولو د پلي کولو لومړی درجه مسووله مرجه ده باید دی مسلې ته پوره پوره پاملرنه وکړي چې په یو هیواد کې کوم اقدام دبل هیواد د حقونو دنقض لامل نه شي . که نه په ټوله نړۍ کې خپل نړیوال اعتبار او مقام له لاسه ورکوي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button