دبلخ ولايت امنيتې چارواکي وايي چې تيره شپه په نهرشاهى ولسوالۍ کې د يوه تصفيوي عملياتو په ترڅ کې، د داعش ډلې شپږ غړي وژلي.
(توانا خبري اژانس، وري 15)د بلخ ولايت امنيه قوماندانۍ وياند تيره شپه ناوخته رسنيو ته وويل چې دبلخ ولايت د نهرشاهى ولسوالۍ نادر عالمي سيمه کې، ددغه ولايت امنيه قوماندانۍ، استخباراتو او 888 ځواکونو د خوارجو پريوه پټن ځاى تصفيوي عمليات ترسره کړل.
هغه زياته کړه چې پدې عملياتو کې شپږ تنه داعش ډلي پورې تړلي کسان وژل شوي، او جګړه پاى ته رسيدلي.
نوموړي د امنيتي ځواکونو تلفاتو په اړه معلومات ندې ورکړي.
د يادونې وړ ده چې له تيرې يوي مياشتې را پدې خوا په بلخ ولايت کې دريم ځل ده چې د داعش ډلې پر پټن ځایونو بريدونه کيږي.
همداراز څو ورځې دمخه د بلخ ولايت استخباراتو رياست ويلي ول چې، ددي ولایت مرکز مزارشريف کې د يادې ډلې مهم غړي وژلي دي
سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس