افغانستانگزارش ها

دیو مجاهد مشر سپینې خبرې

د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد بعقوب مجاهد له هیواده د سرو پوځونو د تښتې په کلیزه کې ویلی چې د ملت مشروع غوښتنې” باید ومنو.هېڅکله باید تکبر، غرور او عُجب ونه کړو، په هر وخت کې باید د ملت مشروع غوښتنو ته لبیک ووایو: د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د نظام پاېښت د ملت د مشروع غوښتنو له پوره کولو سره وتاړه.دمجاهد په وینا ، د اوسني حکومت بدیل نشته او که څوک یې بدیل لري، یوه بېلګه دې یې وړاندې کړي” خو له هرې ممکنې لارې به د دغه نظام ساتنه کوو.دمولوي صاحب محمد یعقوب مجاهد خبرې د ځینو غربي رسنیو او کتونکو له خوا ډول ډول تعبیر او تفسیر شوي دي چې شیبه وروسته ورباندی غږیږو خوتر هرڅه وړاندې دمجاهد صاحب پر خبرو او حکومتولۍ په هکله د اسلام له نظره ، لنډه رڼا اچوو.د دفاع وزیر خبرې د پاک خدای (ج) د هغې فرمودې سره برابرې دي چې :(فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ )ژباړه :(نو د خداى په رحمت سره تا له هغوى سره نرمي وكړه او كه ته توند او سخت زړې وې، نو خامخا به دوى ستا له شاوخوا څخه راوتلي واى، نو له دوى څخه تېر شه او له هغوى څخه بښنه وغواړه او مشوره وكړه له دوی سره په معاملو کې، او لکه څنګه چې تاسو پریکړه کوئ په خدای توکل وکړئ ځکه چې خدای هغه څوک خوښوي چې توکل کوي) ال عمران ۱۵۹د دی مبارک ایت معنی او څرګند تفسیر دا دی چې حکومت او د حکومت مشران پر دی مکلف دي چې له خلکو سره نرمښت وکړي ، له هغوی سره مشورې وکړي او روا غوښتنې یې ومني .دغه مبارک ایت د احد له غزوې وروسته نازل شو .د احد په غزوه کې ځینو مسلمانانو د رسول الله (ص) له اوامرو غفلت وکړ او نتیجه یۍ دا شوه چې مسلمانانو په دی غزوه کې سخت زیان ولید حتی دا چې رسول الله (ص) هم ټپي شو او مبارک غاښونه یې مات شول ، خو له هغې سره سره بیا هم پاک خدای ورته امر کوي چې ته د هغوې له کناهونو تیر شه بخښنه ورته وکړه او له الله (ج) څخه هم ورته بخښنه وغواړه.ټول مفسرین په دی باندی اتفاق لري چې د حکومت مشران په هغه صورت کې د خدای له رحمت څخه برخمن کیدای شي چې له خلکو سره ښه چلند ولري او د کبر او غرور پر ځای له تواضع او رحم کار واخلي ..اسلام د یو قوم رییس دهغه قوم خادم بولي یعنی د قوم مشري یوازی او یوازی قوم ته د خدمت کولو لپاره وي. د مجاهد صاحب څرګندونې د اسلامي احکامو بیانول ، او د ښه حکومتولی څرګندول دي . دی غواړي چې اسلامي نظام په افغانستان کې دوام او پایښت پیدا کړي ځکه د خلکو د ملاتړ بحث رامنځته کوي . دا خبره پاک خدای پخپله روښانه کړې ده چې د خلکو له ملاتړ او همکارۍ پرته ُ یو نظام ، دوام او پایښت نشي موندلای .یو اسلامي نظام باید هغه ځانګړتیاووې ولري چې مجاهد صاحب ورته اشاره کړې ده ځکه چې دا د الله (ج) فرمان او د رسول الله (ص) لارښوونه ده .اوس راځو د ځینو غربي رسنیو او دپلوماتانو تعبیرونو ته :دوی د مجاهد صاحب او نورو لوړ رتبه مشرانو ورته څرګندونې ُ له مشر تابه سره اختلاف بللی دی حال داچې دغه وزیران دمشرتابه له خوا ټاکل شوي دي .دغه مشرتابه و چې له فتحې سره جوښت د عمومي عفوې اعلان وکړاو ټول مجاهدین یې دخلکو د سر ، مال او عزت دساتنې مسوول وګرځول .دا.ا.ا.ا مشر پخپله د علماوو عمومي غونډې ته (چې د لویې جرګې په تلار کې جوړه شوې وه ُ) په وینا کې وویل چې خلک باید ناراضه نه شي ، عمومي عفوه باید تطبیق شي او مجاهدین باید غرور او کبر ونه کړي بلکې د لوی خدای (ج) شکر پر خای کړي چې داسې یوه لویه فتح یې په نصیب کړې ده .دنیا باید د غلطو تعبیرونو پر ځای اوسني حکومت سره ( چې په رښتیا بدیل نلري ) د ښه تعامل او همکاریو لاره غوره کړي . دا هم د دوي او هم د افغانستان دملت په ګټه دی .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button