افغانستانمقاله

دکورني تولیداتو دملاتړزیری

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت د هیواد دملي عوایدو د زیاتوالي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړاو حمایې په موخه یې پر ځینو وارداتي توکو تعرفه لوړه کړې ده. دی
په هغه خبرتیا کې چې د سوداګرۍ وزارت له خوا خپره شوې ده ، پرځینو هغو مواد باندې د ګمرکي تعرفو د زیاتوالي جزییات خپاره شوي دي چې د یاد وزارت پرې پریکړه کړې ده .
د یاد وزارت د ارقامو له مخې د ۵ سلنې څخه بیا تر ۳۰ سلنو پورې د وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفې لوړې شوي دي.
په لوړو شویو تعرفو کې د ژوندیو چرګانو ګمرکي تعرفه له ۲۰ تر ۴۰ سلنې لوړه شوې ده.د رومن بیګ ساس له 10٪ څخه تر 30٪ پورې، د مینځلو پوډر له 12٪ څخه تر 16٪ پورې، میچ یا سلفر له 5٪ څخه تر 10٪ پورې، د اوسپنې میخونه له 8٪ څخه تر 12٪ پورې، خاردار تار له 8٪ څخه تر 16٪ او Trichelتریشل ماشینونه له 16٪ څخه 20٪ ته لوړ شوی.

دغه وزارت وايي، پر دغو توکو ګمرکي تعرفه په داسې حال کې لوړه شوې، چې دغه محصولات هم په افغانستان کې دننه تولیدېږي.ږ
دتعرفو سیاست په اقتصاد کې یو ډیر مهم او اغیزمن سیاست دی چې د یو ملک د اقتصادی نظام د ټینګښټ ستنې جوړوي .
دتعرفو تنظیم له حالاتو سره سم کولی شي لاندی لاسته رواړنې ولري :
ـ د نرخونو تعادل :
دتعرفو تنظیم تر هرڅه وړاندی په یو هیواد کې د نرخونو د تعادل او کتنرو ل په برخه کې مهم رول لري . کله چې د ځینو تولیداتو نرڅونه په لنډ مهاله توګه جګ او یا هم ټیټیږي ، دکمرګي تعرفو پر بنسټ ډیر ښه کنترولیدای شي داسی چې د لوړ شویو اجناسو له پاره ګمرکي تعرفې بیرته را کمیږي تر څو نرخونه یې ونه خیږي . په افغانستان کې د ا.ا.ا. تر واکمنیدو را وروسته څو څو ځلې د خوراکي توګو کمرکي تعرفې کمې شوي او حتی د څینو اړینو لومړنیو توکو کمرګي محصولات معاف شوی هم دي چې په هیواد کې د نرخو نو د کنترول لپاره ډیر اغیزمن ثابت شوی دی .
دکورنیو تولیداتو تقویه کول :
د ګمرکي سیاستونو یو بل لوی لامل په یو هیواد کې د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د دمپنګ له سیاست سره مقابله ده . دلویو قدرتونو اقتصادي سیاستونه داسی وي چې په کوچنیو هیوادونو کې د تولیداتو د ودې مخنیوي لپاره دځینو تولیداتو پر صادراتو باندی ګمرکي تعرفې کموی تر څو ورته توالیدات په نورو هیوادونو کې خپل بازار له لاسه ورکړي . کله چې دکوچنیو هیوادنو تولیدات له کاره ولویږي بیا بیرته دخپلو صادراتي اقلامو تعرفې لوړوي .په داسې حالاتو کې یوازینی کار چې کولی شي د دمپنګ مخه ونیسی ، ورته اقدام دی یعنی چې د ځینو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفې باید لوړې شي تر ځو کورني توالیدات حمایه شي.
ـ دبی کیفیتو موادو د واردیدو مخنوی:
د تعرفو سیاست په یو یو هیواد کی د بی کیفیتو او زیان رسوونکو شیانو د وارداتو مخه هم نیولی شی په خاصه توګه د ماشومانو لپاره د خوړلو او لوبو بی کیفیته او زیان رسوونکو شیانو د مخنیوي لپاره ګمرکی تعرفې لوړیږي .
دافغانستان حکومت په تیرو دوو کلونو کې له تعرفو څخه د استفادې یو ښه میکانیزم رامنځته کړی دی چی د دی سیاست دوام په دهیواد پر اقتصاد ی سیستم باندی ډیرې ښې او مثبتې اغیزې پری باسي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button