افغانستانگزارش ها

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا شارژدافیر مون سنګ هان قطر پلازمینه دوحه کې له افغانستان سره د بشري مرستو، دوه اړخیزې همکارۍ او پیاوړو اړیکو ناسته ترسره کړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص افغانستان سره د جنوبي کوریا له کړو بشري مرستو مننه وکړه او د نورو مرستو غوښتنه یې وکړه. نوموړي وویل “افغانستان کې دا مهال د رواني ناروغانو او بې سرپرسته وګړو لاسنیوي ته سخته اړتیا ده؛ ترڅو د دوی ساتنه او پالنه وشي. همدا ډول بې سرپرسته کورنیو ته حِرفوي زده کړې کولی شي دوی له بېوزلۍ وژغوري”. نوموړي د جنوبي کوریا له شارژدافیر وغوښتل، چې په دې برخو کې افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړي او خپلې مرستې جاري وساتي.
د جنوبي کوریا شارژدافیر ښاغلي مون سنګ هان ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې له افغانستان سره به خپلې بشري مرستې روانې وساتي او بې سرپرسته کورنیو ته به د حِرفوي زده کړو په برخه کې لازمه همکاري کوي. نوموړي وویل “مونږ د تېر په څېر د افغاني سرې میاشتې تر شا ولاړ یو او هڅه به وکړو، چې مرسته کوونکو بنسټونو ته د افغانانو اوسنی انځور او د بشري مرستو اړتیا ور وړاندې کړو”.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button