افغانستانگزارش ها

دافغان میرمنو د ملاتړ بازاري ادعا

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي دي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو سرمنشي د مرستیالې امینې محمد او د ښځو د برخې د مشرې سیما باهوس وروستي سفر او له افغان مشرانو سره د هغوی لیدنې کتنې ، په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې له ښځو سره د ملګرو ملتونو تعهد ښيي.دملګر ملتونو منشی انتونی ګوتریش د خپلې دندې پر بنا ، د ټولو ملتونو اویا په بل عبارت د ټولو دولتونو د استازیتوب( ملګري ملتونه) مشر دی . د ګوتریش ماموریت ُ ټولو هیوادونو او ملتونو ته په یوه سترګه کتل او په هر ځای کې له ستونزو سره دمبارزې په برخه کې د نړیوالو مرستو جلبول او همغږي کول دي .کله چې په افغانستان کې تر ثانی امره پورې پوهنتونونو ته د نجونو تګ وځنډید ، سره له دی چې ددی پریکړې اصلي موخه څرګنده وه چې پر تحصیلي نصاب او شرایطو باندی بیا کتل دي ، خو بیا هم ملګرو ملتونو سخته اندیښنه وښودله او څو څو ځلې یې خپل پلاوی افغانستان ته را واستول تر څو د حکومت له مشرانو سره پر دی مسلې خبرې وکړي.افغان حکومت سره له دی چې دا یوه داخلي او لنډ مهاله موضوع وه ، له نړیوالو پلاوو سره په سړه سینه خبرې وکړی او دموضوع ټول جزییات یې ورکړل.امینه محمد د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیاله ، د نوموړي سازمان تر ټولو لوړ رتبه استازې وه چې افغانستان ته راغله او دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په ګډون له مهمو چارواکو سره یې په همدي موضوع باندې خبې وکړې.کله چې امینه محمد له افغانستان څخه بیرته لاړه ، له مهمو نړیوالو خبري اژانسونو او انځوریزو رسنیو سره په مرکو کې واضحه کړه چې دښځو د کار او زدکړې په برخه کې ډاډ تر لاسه کړی دی چې دوی به له زدکړې او کار محرومې پاتې نه شي .امینه محمد په کابل کې د خپلو لیدنو کتنو په ترڅ کې په دی باندې پوهه شوه چې افغان حکومت د کار او تحصیل د بندولو اراده نلري بلکې د لنډې مودې لپاره په اسلامی او افغاني شرایطو برابر کار او زدکړو لپاره د شرایطو برابرولو په موخه ځنډ پکې راوستی دی .اوس چې دملګرو ملتونو سر منشی وایی چې افغانستان ته د اغلې امینه محمد سفر د ملګرو ملتونو له خوا د افغان میرمنو دملاتړ یوه لویه او ښکاره بیلګه ده ، په دی اړه څو پوښتنې را ټوکیږی چې ملګري ملتونه او ښاغلی ګوتریش یې باید ارو مرو ځواب یې کړي :ــ لومړی داچې کله افغانستان ته د اغلې امینه محمد دسفر خبره کوي ، ولې د سفر او خبرو اترو جزییات نه ورکوي چې افغان حکومت ورته دلنډې مودې ځنډ دلایل ویلي او ډاډ یې ورکړی دی چې له دنیا والو نه مخکې افغان حکومت او افغانان دښځو زدکړې او کار ته ډیره لیواتیا لري خو ځنډ د نصاب او شرایطو برابرولو لپاره راغلی دی.۲ــ ښاغلی ګوتریش چې د دنیا په کچه د افغان میرمنو د ملاتړ ټټر وهي ، ولې داخبره ورسره نه کوي چې په افغانستان کې دملګرو ملتونو دمرستې رسولو بهیر ناکام او سیاسي دی ځکه چې ا.ا.ا خو کله هم د مرستې رسولو په لاره کوم ځنډ او خنډ نه دی رامنځته کړی بلکې دی بهیر سره مرسته هم کړې ده خو بیا هم ولی د یونیم کال په تیریدو ، د بې وزلو ښځو او دمرګ له خطر سره د مخامخو میندو او ماشومانو کچه تر پخوا ډیره ښودل کیږي.۳ــ ګوتریش چې له افغان حکومت نه د ټولو نړیوالو قوانینو او ظوابطو درناوی او عملي کول غواړي ، کله دی پوښتنې ته ځواب ویلی دی چې د یو ځواب ویوونکي حکومت په توګه د اوسني افغان حکومت پیژندل په خپل ذات او مااهیت کې درسمیټ پیژندنې ښکاره او روښانه مانا لري ، نو بیا په کوم دلیل د رسمیټ پیژندنې طرح دملګرو ملتونو شورا ته نه وړاندی کوي؟۴ــ ګوتریش چې خپله مرستیاله په رسمي ویزې افغانستان را لیږي تر څو له حکومتي چارواکو سره رسمي خبرې وکړي او دملګرو ملتونو رسمي پیغام ور ورسوي ، د افغان مشرانو پر سفرونو باندې بندیزونه ولی نه لری کوي؟معلومیږي چې د ښځو د حقونو ملاتړ یوه بازاري او کمپاینی بی مورده او تشه ادعا ده .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button