افغانستانگزارش ها

دنوي سیاست او دپلوماسۍ پیلامه

افغان حکومت په دوبی کې دافغانستان قونسلګري ته نوی استازی ګومارلی دی.
عبدالرحمن فدا په دوبی کې دافغانستان د نوي قونسل په توګه خپله رسمي دنده پیل کړې ده .
تر دی وړاندې په تهران کې دافغانستان دسفارت چارې هم دا.ا.ا ته وسپارل شوې .
دغه راز په ترکمنستان ، ترکیه ، پاکستان ، روسیې او ځینو نورو هیوادونو کې هم د سفارتونو او قونسلګریو چارې دافغانستان حکومت له خوا اداره کیږي.
بې له شکه چې دا یوه سیاسي او دپلوماتیکه بریاه ده چې ورځ ترورځې د ړۍ بیلابیل ملکونه دی ته چتو کیږي چې دافغانستان سفارتي چارې ، افغان حکومت ته وسپاري .
په تیر یونیم کال کې افغانان د ویزو او سفر له اسانتیاوو بې برخې پاتې شول ځکه چې سفارتونو کې دافغانستان چارې دنورو له خوا سمبالیدې او یا دا چې سفارتي کارونه په ځینو هیوادونو کې په ټبه دریدلی ول.
اوس چې سوکه سوکه د سفارتونو او قونسلګریو چارې افغان حکومت ته سپارل کیږی ، اړینه ده چې د دی مسلې پر ځینو اړخونو باندې رڼا واچوو:
ـ سفارت او یا قونسلګری د یو حکومت ، دولت او ملت استازیتوب دی چې په بل هیواد کې تر سره کیږي . د دغو استازولیو له لارې د هیوادونو تر منځ سیاسي ، دپلوماتیکې ، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې تامینیږي او په هره برخه کې د مناسباتو دپراخوالي لارې چارې د همدغو استازولیو له خوا تر سره کیږی . د دی په خوا کې د هیوادونو اتباعو ته د ډول ډول سفرونو د زمینو برابرول او د رسمي اسنادو ویش د همدغو سفارتونو او قونسلګریو له خوا تر سره کیږي.
هغه حکومت چې پرخپلې خاورې قابض او حاکم وي ، نورو اتباعو ته د ویزې ورکولو واک لري او نورو هیوادونو ته خپيل رسمي استازي د بیلابیلو چارو د ترسره کولو لپاره لیږلی شي.
سفارتي یا د پلوماتیک اصول او معیارونو ته درناوی بل اصل دی په سفارتونو او رسمي استازولیو کې ډیر ارزښت لري. سفاراتي اداب او اصول د یو متقابل پروتوکول بڼه لري چې په ټولو استازولیو کې یو شان او په دوه اړخیزه توګه په پام کې نیول کیږي.
د دی لنډې یادونې نه مطلب دا دی چې کله دیو هیواد سسفارت یا قونسلګری په یو بل هیواد کې فعالیت کوي ، دغه سفارت یا قونسلګری باید دی و حکومت ، دولت او ملت داستازي په توګه خپله نماینګي وکړي .دخپل متبوع هیواد غوښتنې ، طرحې او نظریات دنیا ته ورسوی او په بدل کې یې د دنیا او هغه هیواد نظریات چې سفارت یا قونسګري پکې دی ، خپل دحکومت مشرانو ته ورسوي.
په دی توګه جوتیږي چې استازولي ، دولتونو او حکومتونو پورې تړلې وي .
دنیا ورو ورو دی ته متوجه کیږي چې د پخواني ړنګ شي حکومت مامورین په هیڅ صورت نه شي کولی دافغانستان د اوسني دولت استازیتوب وکړي ځکه چې د افغان حکومت خبرې او نظریات دنیا ته او په بدل کې د دنیا نظریې افغان دولت ته نه شي رسولی.
ځکه خو دنیا او هغه هیوادونه چې پر سیاسي اوسفارتي معیارونو باندې باورلري ، مجبوره دي چې د افغانستان او افغانانو اصلي ادرس او استازولی پیدا کړي تر څو خپل پیغامونه ورسوی او په بدل کې د هغوې نظریات او وړاندیزونه تر لاسه کړي.
په تیر یونیم کال کې دا خبره هم ثابته شوه چې د دپلوماتیکو ادارو سمبالول ، د سفارتي اړیکو ساتل او نړیوالو قوانینو ته درناوی هغه څه دي چې د ا.ا.ا. له پوره په پام کې نیول شوي دي .
نړۍ اوس پوهیږي چې اسلامي امارت د سفارتخانو او دپلوماتیکو ادارو د فعال ساتلو او له دی لارې د سیاسي ، ټولنیزو ، اقتصادي او سفاراتي اړیکو د پیاودتیا ظرفیت لري او دافغانستان سفارتونه او قنسلګرۍ یوازی د نړیوالو قوانینو پر بنا درسمي او پروتوکولي چارو د سمون او پراختیا لپاره استعمالیږي ځکه خو دی ته زړه ښه کوي چې ورو ورو په بهر کې د افغانستان سفارتونه ور وسپاري.
ښه خبره دا ده چې نور هیوادونه هم له ورته نیکو قدمونو درس واخلي او په نورو هیوادونو کې د افغانستان سقارتخونې خلاصې کړي تر څو ټولو پاتی ستونزو ته د ښو او متقابلو اړیکو له لارې ، معقولې حل لارې ولټول شي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنان بخوانید
Close
Back to top button