افغانستانگزارش ها

د بلخ امنیتي سرچينې: پر پخواني والي باندې د برید مسئول و ونيول شو.

د افغانستان استخباراتو عمومي رياست وايي چي، د بلخ ولايت پر مخکني والي محمد داؤد مزمل د بريد طرحه کوونکى يي د سمنګانو ولايت مرکز ايبک ښار کې نيولى.

توانا خبري اژانس وري 14، 1402، ياد رياست په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي چې، نيول شوى کس داعش ډلې پورې تړاو لري، او يو لړ نور پيچلي عملیات هم ترسره کړي او د يادې ډلې لپاره يي د څارنې په برخه کې فعاله ونډه درلوده.

سرچينې زياته کړې چې دغه شخص د بلخ ولايت پر مخکني والي محمد داؤد مزمل باندې بريد کي، په مزار ښار کې د سه دوکان جومات بريد کې، د شيانو پر فلانکوچ باندې چاودنه کې، او د سمنګان ولایت مرکز ايبک ښار کې پر يوه ديني مدرسه باندې بريد کې لاس درلود.
چي د يو لړ پيچلو عملياتو په ترڅ کې، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په لاس ورغلى.

هغه ويډيو چي د استخباراتو عمومي رياست لخوا خپره شوې، ياد کس په خپلو يو شمېر جرمونو اعتراف کوي، او زياتوي چې، په بلخ او فارياب ولايتونو کې يو شمېر ځايونه د بريد کولو په موخه په نښه کړي ول چې، له بريد کولو نه مخکې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو لخوا ونيول شو.

د يادونې وړ ده چې د بلخ ولايت مخکنى والي محمد داؤد مزمل تير کال د کب مياشتي په اتلسمه نيټه د يو ځانمرګي بريد په پايله کې ووژل شو.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button