افغانستانگزارش ها

په بلخ ولايت کې د زړو بانکنوټونو ډيروالي، خلک يي له ستونزو سره مخ کړي.

دبلخ ولايت اوسيدونکي او صرافان وايي چي، د زړو بانکنوټونو ډيروالي په دغه ولایت کې، دوي يي په ورځينيو راکړه درکړه کې له ستونزو سره مخ کړي، دوي وايي چې حکومت بايد نوي پيسې بازار ته وړاندې کړي.

توانا خبري اژانس د وري 14، 1402، د بلخ ولايت اوسيدونکي، صرافان او يوشمير سوداګر په بازار کې د زړو بانکنوټونو ډيروالى يوه لويه ستونزه بولي، او له مرکزي حکومت نه غواړي چې، يادې مسئلې ته دي ژرترژره پاملرنه وکړي.

دوي وايي چي په ورځينى سوداګرۍ کې تل د دوي او پيرودونکي ترمنځ د يادې خبرې په سر شخړې را پورته کيږي، ځکه چې پلورنکي سره نوى بانکنوټ نه وي او پيرودونکي زاړه نوښتونه نه اخلي.

همداراز د مزارشريف ښار يو تن صراف وايي چې، هر سلګون ډالر په زړو بانکنوټونو باندي د نويو په پرتله په 300 افغانيو لوړ توپير تبادله کيږي.

له بلخوا د افغانستان مرکزي بانک وياند حسيب الله نوري وايي چې، نوي چاپ شوي بانکنوټونه په يو شمير سوداګريزو بانکونو ويشل شوي، چې د کاري طرزالعمل سره سم به دغه چاره پرمخ بوځي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د نويو پيسو په ساتلو کې پوره پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ ده چې، د بلخ ولايت ترڅنګ، کابل او يو شمېر نورو ولايتونو اوسيدونکي هم ورته شکايتونه لري او له حکومت څخه يي د حل غوښتنه کوي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button