افغانستانگزارش ها

دبلخ فرهنګيان «حکومت دي د مولانا جلال الدین بلخي خانقاه ژرترژره ورغوي»

د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونکي او فرهنګيان د مولانا جلال الدین بلخي خانقاه پر ويجاړيدو انديښنه ښيي او له سرپرست حکومت نه پدې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.توانا خبري اژانس د جوزا 24، دغه تاريخي آبده چې يو وخت په سيمييزه کچه يو ترټولو لوړ معنوي ارزښت درلود، اوس مهال يي يواځې دوه سرطاقونو او نيم نړيدلي ديوالونه پرته څه ندي پاتې.دبلخ اوسيدونکي او فرهنګيان وايي چې، که دغي آبدي ته ژرترژره پام ونشي، نو ښايي په نژدې راتلونکې کې دغه ځاى په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانۍ رييس او ليکوال صالح محمد خليق وايي، ياده آبده خپل معنوي او اقتصادي ارزښت لري، که چېرې ورغول شي نو ګڼ شمېر سيلانيان به ځان ته جذب کړي چې، دولت لپاره ښه عايداتي سرچينه کيداى شي.بلخوا د بلخ ولايت او کلتور رياست د هنر او فرهنګ مدير ذبيح الله آريايي وايي چې، شاوخوا پنځه کاله وړاندې د دغي تاريخي ابدي د خانقاه ساتلو په موخه يو محافظتى چت جوړ شو.نوموړي زياته کړې چې، ددغي خانقاه د بيارغولو لپاره يي له اړوندو چارواکو سره خبرې کړې، او هيله من ده چي په اړه يي اقدام وشي. د يادونې وړ ده چې شاوخوا يوه لسيزه وړاندې د ترکیې هيواد ددغي خانقاه د بيار رغولو ژمنه کړي وه چې، د نامعلومو دلايلو له کبله يي ترننه کار ځنډول شوى ده.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button