افغانستانگزارش ها

د بلخ د ترافيکو مدریت مسؤلينو له اسنادو پرته او بې جوازه موټر چلوونکو نظارت او څارنه پیل کړې

د بلخ ولايت د ترافيکو مديريت د تنظیم امر مولوي نور عالم قدرت وايي، د بې اسناده موټرو د تګ راتګ د مخنيوي او د موټر چلوونکو د فعاليتونو د قانوني کولو لپاره يې پلټني او څارني پيل کړې دي
چي په همدې موخه په کمربندونو کي د بې اسنادو موټرو پلټنه پیل شوي.

توانا خبري اژانس د چنګاښ 14، همدارنګه بلخ کي موټر چلوونکي د ترافيکو مُديريت د دې کار ستاينه کوي او زیاتوي، چي د بې اسناده موټرونو په مخنيوي کي له چارواکو سره پوره مرسته کوي او ډاډ یې وړاندي کړ، چي له دې وروسته به د قانون او ترافيکي قوانينو پر بنسټ موټر چلونه کوي.

د يادوني وړ ده، چي د بلخ ولايت د ترافيکو مُديريت پلان لري، ترڅو هره ورځ د مزار ښار، بلخ، جوزجان او سنمګان کمربندونو کي د بې اسناده موټرو او موټر چلوونکو پلټنه او څارنه وکړي.

سهراب خان دولت‌زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button