افغانستانگزارش ها

د بایډن ادارې افغانانو ته د کډوالۍ ۳۴ زره ځانګړې ویزې صادرې کړي دي

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي، چې د بایډن د ادارې د کار له پیل راهیسې د روان کال تر اګست میاشتې پورې افغانانو ته د کډوالۍ ۳۴ زره ځانګړې ویزې ورکړل شوې دي.

توانا خبري اژانس، شنبه د وږي څلورمه، په افغانستان کې د امریکا سفارت ویلي: “متحده ایالات له هغو افغانانو سره مرستې ته ژمن پاتې کیږي چې زموږ تر څنګ یې کار کاوه. زموږ کار به ونه درېږي. خپلې همکارۍ ته دوام ورکوو.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې څه دپاسه ۱۵۲ زره افغانانو، امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې غوښتنه یې کړې ده.

د شمېرو له مخې لاهم امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړي پروګرام غوښتونکو لپاره ۱۷ زره مرکبې فامیلي ویزې پاته دي.

یو شمېر امریکايي قانون جوړونکو یوه طرحه وړاندیز کړی چې تر ۲۰۲۹ کال پورې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ ۲۰ زره ځانګړې ویزې د شرایطو وړ افغانانو ته په پام کې ونیول شي.

خو سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت د ویزې (اس ای وي) پروګرام د نه تخصیص په ګډون ددې طرحې له ځینو برخو سره موافق نه دی.

د يادونې وړ ده چې د متحده ایالاتو کانګرس په ۲۰۰۹ کې د افغان متحدینو د ساتنې لایحه تصویب کړه، چې دې اقدام د ‘اس ای وي’ پروګرام پلي کولو ته زمینه برابره کړه.

د دې پروګرام له مخې، هغه افغان ترجمانان چې د متحده ایالاتو اردو یا د متحده ایالاتو د حکومت لپاره یې کار کاوه کولای شي په متحده ایالاتو کې د دایمي استوګنې یا شین کارت [ګرین کارت] غوښتنه وکړي.
سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button