مقاله

روان بشري جنایت او دنړۍ مسوولیت

د غزې پر مظلوم ولس باندې روانه بمباري او دروند ځمکنی یرغل ، که له یوې خوا د ملسماناو پر خاورې او پر مینې باندې د کفارو یرغل دی ، له بله پلوه د نړیوالو قوانینو له مخې ، ښکار او انکار نه منونکی جنګی جنایت دی. که چیرې د جنګي جنایت تعریف او بیلګو ته ورشو نو په ښکاره معلومیږي چې د فلسطین پر مسلمانانو باندی روان ناتار، له ټولو نړیوالو قوانینو سر غړونه او جنګي جنایت دی .
د ملکي وګړو په وړاندې جنګي جرمونه ، د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د روم د اساسي قانون په اتمه ماده کې او د 1949 د جنیوا کنوانسیون پر بنسټ داسی تعریف شويدي :
قصدي وژنه، شکنجه یا غیر انساني چلند، بیولوژیکي تجربې ، هغه څه چې د سخت درد یا جدي ټپي کیدو سبب ګرځي. د افرادو بدن یا روغتیا ته زیان اړول ، په لویه پیمانه د ملکیت ویجاړول او ضبط کول چې په غیرقانوني او تعصب سره ترسره کیږي او د نظامي اړتیا له امله توجیه کیدی نشي، د جنګي بندیانو یا نورو خوندي اشخاصو مجبورول چې د ځواکونو په لیکو کې خدمت وکړي. په قصدي توګه د عالانه او قانونې محکمې څخه د جنګی بندیانو محرومول، غیرقانوني اخراج یا لیږد یا غیرقانوني زندان، یرغمل کول .
همدارنګه، په قصدي توګه پر ملکي وګړو او ملکي اهدافو لکه ښارونو، کلیو، ښوونځیو، روغتونونو، تاریخي اثارو او هر هغه ځای چې نظامي هدف نه ګڼل کېږي، د جنګي جنایتونو بېلګې دي.
د جنګي جرمونو بله بېلګه د زهرجنو وسلو او وژونکو او زهرجنو ګازونو یا مایعاتو کارول دي. د خلکو کرامت او عزت ته سخته سپکاوی، په ځانګړې توګه د سپکاوي او سپکاوي چلندونه، همدارنګه د جنسي تیري، جنسي غلامي، جبري فحاشي، جبري حمل، جبري نسب یا بل ډول جنسي تاوتریخوالی چې د جینوا د کنوانسیون له احکامو څخه سرغړونه ده. همدارنګه د ۱۵ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو استخدام او بلنه ورکول چې په ډلو یا وسله والو ځواکونو کې خدمت وکړي یا په جګړه کې د فعال ګډون لپاره وکاروي هم جنګي جرم ګڼل کیږي.
د بشري حقونو د څار اداره د جګړې پر مهال “په قصدي ډول د ملکي وګړو په نښه کول” جنګي جرم ګڼي.
پورتني نړیوالو معتبرو اسنادو ته په کتو ، جوتیږي چې د غزې پر ملکی خلکو ، ماشومانو او ښځو باندی بمبارۍ ، د لارو بندول او تخریبول ، مرستندویو ادارو ته د کار اجازه نه ورکول، پر روغتونونو باندې بمبارۍ ، د فلسطیني ځوانانو نیول او وې‎ژل ، د مخبراتو پری کول او … دجنګي جنایتونو ښکار بیلکې دي .
په دی توګه هغه څوک چې د اسراییلو ملا تړي ، هغه د روان جنګي جنیات یو ښکاره شریکوال دی .
دغه راز هغه څوک چې د اسراییل د روانو جنایتونو غندنه نه کوي او چوپه خوله پاتی کیږي ، هغه هم د دی جنایتونو بل شریک دی.
نن چې د مسلمانانو پر کور باندی د کفارو بی رحمه یرغل روان دی ، د فلسطین ننګه او ملاتړ د هر مسلمان شرعی دنده جوړیږي.
دملګرو ملتونو نړیواله جزایی محکمه چې مقر یې په لاحه کې دی ، دملګرو ملتونو دمنشور له مخې صلاحیت او مسوولیت لري چې د جنګي جنایتونو څیړنه وکړي او اسراییل د لاهې محکمې ته را وکاږي .
دنړی اسلامی هیوادونه باید د ملګرو ملتونو له لارې ، اسراییل نړیوالې جزایي محکمې ور وپیژني .
که چیری ملګري ملتونه دی کار ته نه چمتو کیږي نو مسلمان هیوادونه باید په ډله ییزه توګه دملګرو ملتونو غړیتوب پریږي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button