افغانستانمقاله

دکډوالو کرکیچ او دنړۍ مسوولیت

د کډوالۍ نړیوالې ادارې ( ای او اېم) نړیوال سازمان اعلان کړی دی چې افغانستان ته په زور راستنېدونکي افغانان سملاسي او اوږدمهاله لاسنیوي ته اړتیا لريد کډوالۍ نړیواله اداره (ای او اېم) وايي، له پاکستانه په زور د زرګونو کډوالو ایستلو افغانستان ته د ننوتو پر دروازو او امکاناتو فشار ډېر کړی.دغه بنسټ دا داسې بشري ناورین بللی چې ورته د بیړني پام او مرستو اړتیا ده.له مسوولو ادارو څخه تر لاسه شوی تازه معلومات ښيي چې پاکستان له لوري پر افغان کډوالو د تازه فشارونو له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ورستانه کړل شوي.خو د کډوالو ناورین یوازی پر دی ځای نه ختمیږي بلکې هممهاله له ایرانه هم افغانستان ته د جبري ورستنولو لړۍ دوام لري.د رپوټونو له مخې د روان لمریز کال له پیله له ایرانه هم د بېرته ستنو شویو افغانانو شمېر له درې نیم لکو اوښتی دی.هغه اندیښنې چې په نړیواله کچه رامنځته شوي دي دا دي چې په لږ وخت کې له ایران او پاکستان څخه د اته لکو افغانانو بیرته راشړل کیدل ، په دننه افغانستان کې یو بل بشري ناورین رامنځته کړی او دا روان ناورین کیدای شي پر یوې لویې فاجعې باندی بدله شي .او – ای –ایم چې دنړۍ په کچه د کډوالو اداره ده وایي چې افغانستان کې لنډ مهالو او اوږد مهالو مرستو ته اړتیا ده تر څو د یو نه کنترولیدونکي بشري ناورین څخه مخنیوی وشي .دا چې د کډوالۍ نړیواله اداره په افغانستان کې د یو بل پراخ ناورین د رامنځته کیدو اخطار ورکوی ، یو واقعیت دی او یاده اداره دخپل مسوولیت یوه برخه پوره کوي خو اصلي خبره دا ده چې په اخطارونو باندی یو بشري ناورین نه کنترولیږي او نه هم ورته حل لارې موند ل کیږي .او – ای –ایم او ورسره ټولې نړیوالې ادارې او په سر کې ملګري ملتونه چې په ټوله دنیا کې د هر راز سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د هوارۍ دنده او واک لري ، باید افغانستان ته د راستنیدونکو افغانانو په اړه باید لاندی قدمونه په عملي توګه پورته کړي :ــ نړیواله ټولنه او هغه سازمانونه چې د کډوالۍ په برخه کې کار کوي باید تر هرڅه وړاندی پر هغو هیوادونو باندی عملي فشارونه واچوي چې افغان کډوال په غیر قانوني توګه له خپل هیواده باسي . دوی باید له سیاسي بندیزونو څخه نیولي تر اقتصادي بندیزونوپورې وضع کړي ترڅو له دی ناوړه چلن څخه لاس پر سر شي .ــ دوی باید دننه افغانستان کې د راشړل شویو کډوالو دبیرته ځای پرځای کیدو امکانات برابر کړي . هغه کډوال چې په بیړني حالت کې افغانستان ته راستانه کیږي ، خواړه ، پوشاک ، کور ، تعلیم او کار ته اړتیا لري چې دافغانستان اوسني اقتصادي وضعیت ته په کتو هیڅ امکان نلري .که چیرې دنیا دی مسلې ته پاملرنه ونکړي ، نه د بشري ناورن مخه نیول کیدای شي او نه هم مسوولیت یې ادا کیږي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button