افغانستانمقاله

دافغان دپلوماسۍ یوه بله بریا

د یوناما پخوانی مشر وایی چې جاپان چمتو دی له افغانستان حکومت سره د نړۍ د اړیکو په عادي کولو کې هر راز ممکنه مرسته وکړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي په کابل کې د جاپان له سفیر سره یو ځای دافغانستان د ریاست الوزرا له مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی سره کتلي او پر ګڼو علاقې وړ موضوعاتو باندی خبرې کړي دي .
په دی کتنه کې په افغانستان کې ملګرو ماتونو پخوانی استازی تدامیچي یاماموتو ویلي چې له اسلامي امارت سره عادي اړیکې د افغانستان او نړۍ په ګټه دي او جاپان په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
تدامیچي یاماموتو چې د داکټر اشرف غني د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی و ،د جاپان د بهرنیو چارو د وزارت له پخوانیو او متقاعدو ډیپلوماټانو څخه دی چې باور لری له افغانستان سره د نړۍ اړیکې او مناسبات د دواړو لورو ( افغانستان او نړۍ) په ګټه دي او دی سره ډیرو ستونزو ته حل لارې پیدا کوي .

په هغه بیان کې چې دافغانستان د ریاست الوزرا له ادرسه خپور شوی دی راغلي دي ، چې په دې کتنه کې د یوناما د پخواني مشر او په کابل کې د جاپان پر سفیر سربېره د جاپان د ساساکاوا سولې بنسټ استازي هم حضور درلود.

په دې کتنه دافغانستان د ریاست الوزرا مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د جاپاني فعال ډاکتر تیتسو ناکومورا د کارونو او خدمتونو قدرداني هم کړې ده . ناکامورا، یو جاپانی انسان دوست چې په افغانانو کې د خپلو بشردوستانه فعالیتونو له امله شهرت لري، په ۲۰۱۸ کال کې په جلال اباد کې ووژل شو.
په دې کتنه کې د جاپان سفیر له افغانستان سره د جاپان د ۵۸ میلیونو ډالرو مرستې یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې دغه مرستې د خوراکي توکو او راستنیدونکو کډوالو ته ورکړل شوې دي.
دافغانستان حکومت اوسمهال د نړۍ په ۱۶ هیوادونو کې فعالې سفارتخونې او قونصلګرۍ لري . دغه راز په نورو مهمو هیوادونو کې هم ټولې سفارتي چارې دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا کنترولیږي او ټول پخواني او اوسني مامورین او دپلوماټان د حکومت سره په اړیکو او همغږۍ فعالیت لري .
د نړۍ ټول هیوادونه د همدغو دپلوماټیکو چاینلونو له لارې له افغانستان سره اړیکې او تعامل لري .
دا دافغانستان د دوه کلنې کامیابې د پلوماسۍ یو روښانه بیلګه ده چې هیوادونه پخپله دی ته چمتو کیږي چې له افغانستان سره خپلې سفارتي چارې پیل کړي او حتی د نورو هیوادونو سره هم د اړیکو په عادي کولول کې مرسته وکړي.
تیره دوه کلنه دپلوماسي او سیاسي ـ اقتصادي پالیسیو ثابته کړه چې دافغانستان اوسنی حکومت د تیرو حکومتونو په پرتله د هر راز سیاسي او اقتصادي تعامل وړتیا لري او هره چاره ښه مدیریت کولی شي ځکه دهرې ورځې په تیریدو سره دنیا دی ته لیواله کیږي چې د پریکون پر ځای له افغانستان سره اړیکې جوړې کړي او دپلوماتیک قدمونه ګړندي کړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button