گزارش ها

اسلامي امارت: افغانستان کې علمي رتبو ته په کتو د دولتي پوهنتونو د استادانو تنخاوې ډېروي

د اسلامي امارت لوړو زده کړو چارواکي وايي چې، د پوهنتونونو استادانو تحصيلي رتبو ته په کتو سره، د دوي تنخاوې به له 36 نه 54 سلنه پورې زياتې کړي

توانا خبري اژانس وري 22، استادان وايي له هغه راهیسې چې د دوی تنخواګانې او امتیازات تر ۴۰ سلنې پورې کم شوي وو، دوي له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو، خو اوس هیله من دي چې د تنخواګانو له لوړیدو سره به یې اقتصادي ستونزې هوارې شي او نور استادان به د اقتصادي ستونزو له امله هېواد نه پرېږدي.

د چارواکو په وینا، تنخواګانې له ۳۶ نه تر ۵۴ سلنې پورې لوړې شوې دي. دا چې کوم علمي رتبې ته به څومره تنخوا یا معاش ورکول کېږي په اړه یې د ياد لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء هاشمي ته وویل چې، د پوهنتونونو د استادانو دا تنخواګانې به له حمل (وري) میاشتې راهیسې اجرا کېږي او په وینا یې د پوهنتونونو د نورو بستونو پر تنخوګانو هم کار روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې، د پوهنتونونو استادانو شکایت کاوه چې تنخواګانې او امتیازونه یې نژدې ۴۰ سلنه کم شوي او غوښتنه یې کوله چې د توکیو بیو لوړوالي او د دوی کاري مکلفیتونو ته په پام سره باید بېرته لوړ شي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button