مقاله

کابل کې د ښخو درې ورځنی نندارتون

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د یو ـ ان ـ دی ـ پی په مرسته د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شوی چې د افغان مېرمنو ۲۹ ډوله لاسي توکي په کې نندارې ته اېښودل شوي.د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) چې دغه نندارتون يې جوړ کړی، وايي، موخه يې د ښځو له خوا د پیل شويو کاروبارونو بریاليتوب او د افغان مېرمنو له پیاوړتیا او ودې سره مرسته کول دي.په دغه نندارتون کې د جاپان او دنمارک هیوادونو په ګډون د ملګرو ملتونو د بازار موندنې کار کوونکی هم برخه اخیستې ده .دا یوه جوته خبره ده چې ، د دې ډول پروګرامونو د جوړلو يوه موخه د افغان ښځينه توليدوونکو اقتصادي وده، پياوړتيا او د دوی توکو او توليداتو ته بازار موندنه او د افغانستان لاسي صنايع افغانانو او بهرنيانو ته ور پېژندل دي .ښځينه ګډونوالې هم په همدی اند دي چې په دغه ډول نندارتونونو کې د ونډې اخيستلو له لارې دوی کولی شي خپلو لاسي صنايعو ته بازار ومومي.دننداتونونو جوړول او د تولیداتو لپاره بازار موندنه ، په ټوله دنیا کې یو معمول کار دی . هر هیواد ، هر شرکت او هره موسسه چې لاسي صنایع او نور تولیدات لري ، دبازار موندنې لپاره یې نندارتونونه جوړوي او دتولیداتو نمونی ، نندارې ته وړاندې کوي .خو دیاد نندارتون یوه بله ځانګړتیا دا ده چې یو بل واقعیت ثابتوي او هغه داچې په افغانستان کې د هغو ناوړو تبلیغاتو پر خلاف چې دبیلابیلو کړیو له خوا روان دی ، د ښځو د کار ، تولیدي فعالیتونو او بازار موندنې لپاره زمینې موجودې دي او لا هم ورته د نورو زمینو د موندلو هڅې روانې دي .د افغانستان حکومت نه یوازې دښځو د کار او اقتصادي فعالیتونو مخنیوی نه کوی بلکې دکار او بازار موندنې لپاره یې پخپله لاس په کار کیږي او هر ډول مرسته هم کوی .کله چې په افغانستان کې ا.ا. واک ته ورسید،غربي رسنیو داسې تبلیغات پیل کړل چې ګنی په افغانستان د ښځو لپاره په ټولنیزو چارو کې د ونډې اخیستلو ټولې زمینې له منځه لاړې.له بده مرغه چې دغه تبلیغات لا تر دی دمه هم روان دي او داسي ویل کیږي چې ښځې دافغانستان له ټولنیز ډګره حذف شوي دي .خو په افغانستان کې ځمکني واقعیتونه نور دي . د سوداګرو ښخو ټولنه فعاله ده او هغوي په اقتصادي فعالیتونو کې لوی لاس لري .نړیوال سازمانونه د ملګرو ملتونو په ګډون خبر لري چې دافغانستان په اقتصاد ، معارف ، عامې روغتیا او رسنیو کې دښځو فعالیت او حضور څومره اغیزمن دی . خو بیا هم د تیر په څیر منفي تبلیغات روان دي . په داسی حال کې چې ملګري ملتونه په کابل کې د ښخو په نندارتون کې برخه اخلي ، همدی سازمان پورې تړلې ځینې ادارې داسې ادعا کوي چې ښځې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول له ټولنې حذف کیږي .قضاوت پر تاسو ! کله چې ښځې په تولیدې سکتور او لاسي صنایعو کې اغیزمنه ونډه لري او د تولیداتو لپاره یې بازار موند نه هم کیږی ، بیا په کوم منطق سره داسې ادعا کیږي ؟هیله ده چې دغه نندارتون دنیا لپاره داسې یو دلیل وي چې پرنورو ناسمو ادعاوو باندی د بطلان کرښه وباسي .دښځو یاد درې ورځنی نندارتون دافغانستان حکومت د هغو سیاستونو هینداره ده چې په افغانستان کې ښځې له هیڅ ډول محدودیت او محرومیت سره مخ نه دي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button