مقاله

پر دېپلوماتیک حل ټینګار  دستونزو د اوارۍ یوازینی

د افغانستان په اړه روسیه کې د جوړې شوې غونډې په څنډه کې د چین، پاکستان او افغانستان حکومت د استازو ګډه درې اړخیزه غونډه شوې.

د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه بیان کې ویلي د دوی وزیر امیر خان متقي د مسکو جوړښت غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان او چین له استازو ‘اصف دوراني’ او ‘یو شیانګ’ سره کتلي دي.

دغه بیان کې د ښاغل‍ي متقي له قوله ویل شوي چې له پاکستانه یې غوښتنه کړې چې د ستونزو د هواري لپاره د رسنیزو څرګندونو پر ځای باید له دپلوماتیکو لارو هڅې وشي.

کله چې  پر افغانستان باندی د پاکستانی چارواکو د تورونو پر له پسې لړۍ پیل شوه او دهغه هیواد لوړ رتبې او ټیټ رتبې  کارکوونکو  د خپلو امنیتي ځواکونو د ناکامۍ پړه  یې  پر افغانستان واچوله ، دافغانستان حکومت دریځ دا و چې  په رسنیو کې د منفي تبلیغاتو او ناندریو پر ځای دي ، هرې ستونزې ته سیاسي اړ دپلوماتیکه حل لاره ولټول شي .

خو له بده مرغه پاکستاني چارو واکو یوازې پر منفي تبلیغاتو باندې اتکا وکړه او نه یوازی افغان حکومت بلکې هغه هیواد کې میشت افغان کډوال یې هم په  وسلوالو  بریدونو او چاودنو  کې  په لاس لرلو تورن کړل .

داتورونه دنړیوالو بنسټونو او حتی هیوادونو له خوا هم رد شول ځکه چې هلته د پاکستان حکومت وسلوال مخالفین معلوم  دي . د پاکستان د طالبانو تحریک ، کوم پټ او ناڅرګند ادرس نه دی چې هر انسان ورپورې وتړل شي  بلکی هغه یو ښکاره حرکت  دی چې ځانته سیاسي موخې لري او خپلو موخو ته د رسیدو لپاره جنګیږي .

خو له بده مرغه چې د پاکستان هیواد غواړي هغه افغانان چې دبیلابیلو ستونرو له امله پاکستان ته پناه وړې ده ، د هغه هیواد دطالبانو تحریک پورې وتړي  او په دی توګه دافغانستان سیاسي  اعتبار ته زیان واړوي .

سره له دی چې پاکستان هیڅ ډول  سند او ثبوت وړاندی نه شو کړای  خو بیا هم افغان حکومت  له خورا زغم او حوصیلې کار واخیست او مقابل لوری یې خبرو او دپلوماتیکو هڅو ته وباله .

دملګرو ملتونو پورې اړوندو ادارو هم  په وار وار د سیاسي حل لارو غوښتنه وکړه .

افغانستان په خپله خاوره کې هیڅ چا ته د تخریبي  اعمالو او غلطې استفادې اجازه نه ده ورکړي او نه هم ورکوي . داخبره اوس ټولې دنیا ه جوته شوې ده . حتی هغه خطرناک ګروپونه چې نړیوالو ترې ویره او اندیښنه لرله ، هم په افغانستان  کې نور د فعالیت کولو توان نلري چې پر دې واقعیت باندې هم ټوله دنیا متفقه ده .

دافغانستان سیاست رښتینی سیاست دی او هیڅکله هم رنګ او بڼه نه بدلوي .

تاریخي تجربو ثابته کړې ده جې د دنیا په هر ګوټ کې د هیوادونو تر منځ هره مسله په اخره کې د سیاسي او دپلوماتیکو هڅو له لارې حل شوې ده  . اوس هم  وخت شته چې د پاکستان هیواد جارواکي  د ناوړو تورونو او ځورونو پر ځای ، سیاسي خبرو او دپلوماتیکو هڅو ته لومړیتوب ورکړي  تر څو دواړه هیوادونه په شریکه  هر مشکل ته حل لارې ولټوي  .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button