افغانستانگزارش ها

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رهبرۍ اداري غونډه ترسره شوه

نن یکشنبه (۱۴۴۴/۹/۱۱هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رهبرۍ غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست الحاج ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د وزارت معینانو، رئیسانو او مسؤلینو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه، ورپسې د تیري غونډې په تعقیب له اجنډا سره سم پر یوشمېر موضوعاتو بحث او لازمي پرېکړي وشوې.
غونډه کې په نشراتي او کلتوري چارو کې د تېر کال پر نیمګړتیاوو او راتلونکي کال کې د فعالیتونو پر ودې او پراختیا بحث وشو.
همدا رنګه غونډه کې د مرکز او ولایتونو د فعالیتونو د ارزونې په پاره یؤه کمېټه تعین شوه، چې د مرکز او ولایتونو تېر فعالیتونه او لاسته راوړنې وارزوي.

غونډه کې د اړوند ارګانونو ترمنځ د هغې توافقنامې یادونه هم وشوه، چې له مخې یې، د رسنیو بخش کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت واحد مسؤل ارګان بلل شوی، بل هیڅ ارګان ته حق نه دی ورکول شوی، چې د یاد وزارت او د رسنیزو تخطیو کمېسیون په جریان کې اچولو پرته دي د هیواد په مطبوعاتي چارو کې مستقیمًا مداخله وکړي.

همدا راز پرېکړه وشوه، چې د وزارت په ډیټابیس کې د هیواد ټول محترم ژورنالیستان ثبت او راجستر شي او کارتونه دې ورباندې ووېشل شي.

غونډه په دُعا پای ته ورسیده.

د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند
مفتي عبدالمتین قانع .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button